تاند: امریکا په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ خلاف جنګېدونکي ازادي غوښتونکې ډله (بلوچ لیبریشن ارمي) د ترهګرو ډلو لیست کې واچوله.
فرانس پریس اژانس وايي، امریکا دا اقدام پر چینايي کمپنۍ د دغې ډلې د بریدونو په غبرګون کړی چې دا مهال بلوچستان کې له پاکستان سره یو ځای د سي پیک پروژې کارونه مخته بیايي.
له بندیزونو وروسته به د بلوڅ ازادي غوښتونکو ټوله سرمایه امریکا کې کنګل شي او له دې وروسته به ورسره هیڅوک خپله مالي راکړه ورکړه نه شي کولی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه یو بیان کې ویلي، بلوچ لبریشن ارمي یوه وسله واله ډله ده چې پاکستان او په ځانګړې توګه د بلوڅانو سیمه کې امنیتي ځواکونه او خلک وژني.
د یادونې ده چې پاکستان له ۲۰۰۴ کال راهیسې دغې ډلې سره په جګړه بوخت دی او تر اوسه یې د دې ډلې د ملاتړو په جرم زرګونه کسان وژلي او یا یې مړی ژوندی ورک کړی دی.
بلوڅ لبریشن ارمي په ۲۰۱۸ کال کراچۍ کې د چین پر کونسلګرۍ برید کې ۴ کسان وژلي وو، او دغه لاز یې ګوادر ښار کې پر یو پنځه ستوریز هوټل برید کې یو پوځي او ۵ کسان وژلي وو
له دغو بریدونو وروسته بلوڅ لبریشن ارمي چین ته ګواښ کړی و چې د بلوڅانو له سیمې څخه دې استثمار بند کړي ګني نور بریدونه به هم پرې وشي.
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د دغه اقدام هرکلی کړی اوهیله یې ښودلې چې له دې وروسته به د بلوڅ لبریشن آرمي وسله وال فعالیتونه محدود شي.
