طالبانو پتیلې ده چې له روسیې څخه د نویو وسلو په ترلاسه کولو سره، جګړې ته اکسلیټر ورکړی اوامریکې ته نورهم زور وښیی تر څو خلیلزاد د خبرو لپاره ورسره مخامخ کینی.

هاخوا د روسیې، ایران، چین او پاکستان استخباراتی چارواکی په اسلام آبادکې راټول او د روس استخباراتی چارواکی (سرګی ناریشکن ) دامریکې چلند ته په افغانستان کې دطالبانو په پلوی ګوت څنډنه وکړه .

څو کلونه وړاندې پخوانى پوځي افسر ويکتور بوټ چې دمرګ په سوداګر مشهوروو ، نوې وسلې او دالوتکو ضد توغندي پر طالبانو پلورلي ول .

ويکتوربوټ د پخوانى شوروي پيلوټ او د نړۍ په کچه دوسلې لوى سوداګر چې ٤۸ کاله عمرلري د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې زېږدلى دى، د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته يې انتونوف او الوشن ډوله الوتکې ترلاسه کړې او د ټرانس اکسپورټ کارګو کمپنۍ اوGRU په نومونو هوايي کرښې يې جوړې کړې اوهمدا رنګه زيات شمېر وسلې يې په القاعده او طالبانو وپلورلې.

نوموړى اته کاله مخکې دتايلندي پوليسو له لورې دامريکا د FBI ادارې په قومانده ونيول شو او دهغه دوسيه امريکا ته وسپارل شوه  .

دبوټ له بندی کیدلو وروسته، څو کاله ‎ له روسیې نه دطالبانو له خوا دوسلو اخیستلو بهیر دپردې تر شاوو- خویوکال وړاندې دروسی چارواکو له خولې ناببره داخبره راووته چې طالبانو سره نغدی مرسته نه شی کولی – خودوسلو ورکړې ته یې شین څراغ ولګاوه ، په دې اړه دسيمې دچارو کارپوه وحيد مژده وايي چې دطالبانو نوې وسله ، داسې وسله ده چې دجهاد په دوران کې نه وه ليدل شوې. لکه دسام اوه ډوله راکټونه، نوى بې پس لګد توپونه او GC. ډوله وسله.

طالبان ادعاکوی چې یوه میاشت وړاندې یې دډګروال توریالی چورلکه په راکټ وویشته چې په هغې که نورپنځه تنه عمله ووژل شول .

دطالبانويوه لوړ پوړي چارواکي  دنوم له اخیستو پرته ویلی دی چې (دا نا سمه ده چې ګاونډي هېوادونه مونږ سره دوسلې مرسته کوي وسله يوازې دګاونډيانو له جغرافيايي اقليم څخه موږ ته را لېږدول کېږي، موږ دامریکې له سیمه یزوسیالانو(روسیې ،چین )سره ښې اړيکې ټينګې کړې دي ، اوس ،اوس موږدومره امریکایی  وسلې دافغان ځواکونو نه ، څه یرغمل اوڅه له فساد لړلو نه اخیستی ، چې روسی وسلو ته اړتیا نه پیښیږی ، خودڅرخکو دویښتلو لپاره وسلې ته اړټیا لرو).
مژده  بیاهم وایی  چې طالبان نه يوازې دا وسله، بلکې هغه نوي چاودېدونکي مواد چې دهغوى په لاس ورکول کېږي ، په جدي بڼه دامريکايانو پر ضد کاروي،او هم دهغوى الوتکې تر بريد لاندې نيسي.
ديادونې وړه ده چې پدې وروستيو کې په افغانستان کې دبهرنيو الوتکو دراغورځېدو څو پېښې هم ليدل شوې چې  دعصری وسلودویشتو په وسيله يې دراغورځېدو ګومان کېږي.

څه موده وړاندې یو طالب جګړه مار ویلی وو  چې هغوى يوه الوتکه دقناس په نامه ديوې نوې وسلې په وسيله چې دپيکا مرمۍ خوري  ، را وغورځولې ده.
  
محمدعارف سروري دملي امنيت پخوانى رييس   وايي چې لدې هېڅو ک انکار نشي کولاى چې دپخواني شوروي ترړنګېدو وروسته دختيځې اروپا او دهېواد له پولو څخه بهر له نورو سيمو څخه ډېره وسله په افغانستان کې پر ښکېلو لوريو وپلورل شوه.  
دى وايي چې اوسني وسلوال فعاليتونه جوتوی چې يوه داسې سرچينه شته چې دغه وسله دطالبانو په واک کې ورکوي ، دهغه اشاره  دروسیې پلو ته وه .

یاده دې دوی چې طالبانوته د مخدره توکو سوداګرۍ ـ دمخابراتی شرکتونواونورې سیمیزې جریمې دوسلو اخیستلو لپاره لویې سرچینې دی .

2 thoughts on “امریکا به په ګونډو شی؟ | عبدالرووف لیوال”
  1. liwal sahib we belive on afghan clever army and forces;
    RUSSIA IS FOX WE TESTED IN AFGHAN WAR,
    second russia economic cannot compare with the GREAT USA.
    YOU NEED REVIEW on your communist mentality.
    AFGHANS ARE LION&RUSSIA IS FOX.
    THANK YOU

  2. راز محمد صاحب
    سلام
    :فقط دوه درې ټکی

    اول: ښاغلی لیوال صاحب خپله لیکنه یو خبر او رپوټ غوندی خپره
    کړېده یعنی خپل شخصی نظر یا تبصره ئې نده پکی منعکس کړې بناً ستاسی نظر لیوال صاحب ته ندی متوجه بلکه یو عمومی نظر دی
    دوهم: زما د بدن د کرکی او نفرت د غُدو د تولید دستګاه د شوروی په وړاندی د کرکی په خاطر آن د تقاعد سرحد ته رسېدلې ده یعنی د شوروی په وړاندی می سخته کرکه درلوده
    :امّا
    ننۍ روسیه راته د شوروی حیثیت نلری او پدې اعتراف کوم چه روسیه د نن ورځی د لوبو په ډګر کی د یوې مهمی مُهرې پتوګه د رول د اداء کولو حق لری او نن ورځ د وطنپالو وګړو ملی وجیبه ده چه د غربی استعمار د پلیدو نقشو د مخنیوی او یا حد اقل د جهانی قدرتونو د قدرت د انډول پخاطر روسیان ددې لوبو د رول ادامې ته تشویق کاندی البته د شوروی د تکبر دوران نور تېر دی او د رام شوی روسئې څخه د یو ګاونډ پتوګه د متقابلی همکارۍ او متقابل درناوی په چوکاټ او فضاء کی ډېره ملی او ستراتژیکه ګټه یا ګټی تر لاسه کولای شو
    دریم: زمری توب او ګیدړتوب د یو پراخ مفهوم درلوونکی دی
    نن سبا د زمری توب استعاره او د زمری توب اوصاف په بله نړۍ کی د تفسیر او تعبیر وړ دی
    نن سبا د شاعرانه زمری توب روحیه زموږ پراخی ستونزی نه شی حل کولای او په ضمن کی نن سبا ټولی د سیاسی ځنګله چاری په ګیدړ ای سیاست او تدبیر تر سره کیږی بناً که ستا خبره چه ګواکی افغان زمری او روس ګیدړه ده رشتیا هم وی نو بیا هم د زمری توب او ګیدړتوب د اوصافو اختلاط د نن ورځی یو ضرورت دی او کولای شو پدې توګه د نورو سترو زمریانو او ګیدړانو په وړاندی د معقولو حرکتونو د تنظیم چانس تر لاسه کړو
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *