تاند- ګڼو لوېدیځو رسنیو تایید کړه چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ غواړي چې زلمی خلیلزداد د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو خاص اتسازی وګوماري.
رویټرز او اسوشیتید پریس خبري اژانسونو د امریکايي چارواکو په قول ویلي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه د خلیلزاد ټاکنه به دا پیغام ورسوي چې امریکا له طالبانو سره په خبرو او د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په هلوځلو کې جدي ده.
امریکايي رسنۍ وايي چې له سپینې ماڼۍ سره یې تماس ونیوه خو د سپینې ماڼۍ چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
خلیلزاد هم د ګڼو رسنیو پیغام ته ځواب نه دی ویلی. ښايي نوموړی غوره بولي چې دا اعلان سپینه ماڼۍ وکړي.