تاند- سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل، د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان له حکومته غواړي چې که ټاکل شوې وي چې یو شمېر امریکايي پوځیان په افغانستان کې له ۲۰۱۴ وروسته پاتې شی، نو دوه اړخیزه امنیتي موافقه دې په څو اوونیو کې لاسلیک کړي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تراوسه پوري د دې موافقې په اړه د امریکا غوښتنې بیا بیا رد کړي دي او ځینو امریکايي چارواکو ویلي چې که د کرزي ټول شرطونه هم ومني هغه به بله مسله پلمه وګرځوي او وايي به چې راتلونکی ولسمشر دې دا موافقه لاسلیک کړي.
امریکايي چارواکي وايي، که له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د شاوخوا ۸۰۰۰ امریکايی پوځیانو د پاتې کېدو په اړه د افغانستان له حکومت سره موافقې ته ونه رسېږي، د امریکا متحد ایالتونه به ممکن له دې هیواده خپل ټول پوځیان وباسي.
د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د امریکايي چارواکو دې ډول خبرداریو ته د شک په سترګه ګوري، وايي چې امریکا به له افغانستانه خپل ټول پوځیان ونه باسي.
د سپینې ماڼۍ ویندوی جې کارني خبریالانو ته وویل:«زموږ دریځ لا هم هماغه دی چې که دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک نه شوه، موږ به مجبوره یوو چې د دې (۲۰۱۴) کال له پای ته رسېدو وروسته وخت لپاره خپل پلان جوړ کړو چې پراساس به یې له ۲۰۱۴ وروسته د امریکا او ناټو هیڅ پوځي په افغانستان کې حضور نه لري.»
لوېدیځې رسنۍ وايي چې له امریکا سره د امنیتي موافقې د نه لاسلیکېدو په صورت کې ناټو هم نه حاضرېږي چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د حضور د دوام په اړه موافقه وکړي او د دې کار په پایله کې به افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو په وړاندې جګړې ته یوازې پرېښودل شي.
امریکا وايي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته پاتې کېدونکي پوځیان به یې په ۱۱ اډو کې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي.
څرنګه چی دتړون متن کی می ولوستل ، هلته داسی نه معلومیږی چی افغانستانبه لکه یو مستقل هیواد پاتی شی؟ که امریکایان دافغان پوځیانو دتعلیم په نامه پاتی کیږی ،اول خو دخپل افغانی پخوانیو افسرانو تعلیم تر دې امریکایانو او ددوی داندیوالانو نه بهتر او موثر دی، بل که کرزی او ددوی پوشالی تیم د امریکایانو شتون حتمی بولی بیا نو ولی دتول افغانستان ځمکنۍ بشپړ تیا ، هوایی ادې، بندرونه او تول شتراتیژیک موقعیتونه امریکایانو ته ور پریږدی؟ امریکایان کولای شی چی دا تول کارونه د خپل سفارت نه لکه روسان چی داسی کول اداره کړی، دا تول داسی معلومیږی چی دا دافغانستان خرڅول دی او داسی خطر ناک او خاینانه تړون تر او سه په هیڅ هیواد کی ساری نلری او دا یو افغان ته د منلو وړ نه دئ! دا تړون بایی په ورځپانو کی نشر شی او بیا وروسته له میاشتو دی پر دې تړون ریفراندوم مشی نور نور دا فرمایشی او دجاسوسانو جرګی ددې صلاحیت نلری چی هم هیواد وپلوری او هم دافغانستان په تاریخی افتخاراتو لکه لویی جرګی او داسی نور ریشخندونه وکړی! هر وخت چی یو ملی حاکمیت را ونځته شو بیا افغانان پدې باره کی پخپله تصمیم ونیسی اوبس! وسلام
زه نه پوهیږم دا امریکایان ولی دومره شله دی؟ آیا دادومره شله ګی به ډیر سوالونه اوتشویشونه پیدانکړی؟
وګوری اول ښاغلی جان کیری، دوهم دابنز، دریم سوزن رایس، دریم هیګل،څلورم سناتورجان مکین اوګراهام همداسی استرالیا، راسموسن، دجرمنی ددفاع وزیره ، اکثرو اروپایی هیوادونو، اوهم دنړی نورو مشرانو، ښاغلی کرزی ته مخامخ اوپه تلیفونی تماس خبرداری ورکړی چه امنیتی تړون دامریکا سره لاسلیک کړه، او ښاغلی کرزی وای چه زه داتړون نه لاسلیک کووم ځکه زما دمملکت خیر په دغه تړون کی نشته مګر بیا هم شله دی چه نه داتړون امظآ کړه.
نه پوهیږم دامریکا دا شله ګی څه معنی لری، ځینی خلک بیا داسی اټکل کوی چه امریکا غواړی
آیا افغانستان تجزیه کوی؟
آیا دافغانستان دځمکی لاندی ځینی مهم او ډیرقیمتی عنصرونه اوذخایر غلا کوی، حتی داسی عناصر اوذخایر چه تر اوسه افغان حکومت نه دی تشخیص کړی، او یا داچه افغان حکومت ته یی هیڅ معلومات نشته، مګر امریکایانو دخپلو ساینس پوهانو په ذریعه پیژندلی دی او چاته معلومات نه ورکوی؟
ددی څخه معلومه شوه چه زمونږ په مشورتی جرګه کی نه سیاست وال ناست وه، اونه زیرکه اوپوهه افغانان، اونه دفکر اوسنجش خلک، فقط اوفقط په دی خوشحاله
وه چه مونږ ددنیا یو طاقتور ملک سره تړون لاسلیکوو .
اوس باید دا ومنو چه ښاغلی کرزی په هر څه پوهیږی نه دافغانستان ۲۵۰۰ خلک چه دجرګی تړون ته خوشحاله وه.
په اخر کی ښاغلی کرزی اودافغانستان ښاغلو چارواکو ته وایم چه هوښیار اوسی دا موضوع ورځ تر ورځه پیچلی کیږی خو چه هر ځه وشو ودی شی خو دافغانستان دګټو څخه مه تیریږی
او د نر بحبه وا كين جي أفغان بى
زنده دا باد كرزي
شرتونه به مني
كه ني باي باي
We don’t need American
This is afghan. Lond