تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي، په دې اړه پرېکړه سخته ده چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې بهرني پوځیان پاتې شي او که پاتې نه شي.

ده د افغانستان له حکومته وغوښتل چې ژر پرېکړه وکړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ له خبریالانو سره د خبرو په مهال خبرداری ورنه کړ چې که افغانستان د کال تر پایه (راتلونکو څه کم دېرشو ورځو کې) امنیتي موافقه لاسلیک نه کړه امریکا او ناټو به له ۲۰۱۴ وروسته د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او یا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو حضور کاملاً پای ته ورسوي.

کیري کوم ضرب الاجل ونه ټاکه خو ویې ویل چې ژر ځواب افغانانو ته د خپل امنیت په اړه ډاډ ورکوي او د امریکا متحدو ایالتونو او د ناټو نورو ملتونو ته موقع ورکوي چې د نوي روزنیز ماموریت لپاره پلانونه جوړ کړي.

جان کیري پرون په دې هیله بروکسل ته لاړ چې د ناټو د وزیرانو په غونډه کې به د افغانستان حکومت وهڅول شي چې له امریکا سره ژر تر ژره امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

امریکا غواړي چې په افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځیان پرېږدي خو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امریکايي پوځیانو د حضور د دوام لپاره په امنیتي موافقه کې یو لړ شرطونه ایښي دي.

امریکا غوښتنه کړې چې افغانستان دې د روانې میاشتې ترپایه امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

ویل شوي، که افغانستان د روانې میاشتې ترپایه امنیتي موافقه لاسلیک نه کړه بارک اوباما به له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو اعلان وکړي.

5 thoughts on “امریکا بیا له افغانستانه وغوښتل چې د امنیتي موافقې په اړه ژر پرېکړه وکړي”
  1. لاره مو ورکه کړ یده امر یکا په بیړه دموافقی امضا غواړی کرزی صا خب شر طونه وضعه کوی عام ولس سره ډیر غټ تشو یش شته زه دومره وایمچه :ای خلکو راڅی تو کل په خدای وکړو څه چه کیږی مسو لیت دکرزی صا حب په غا ړه دی دهر چا چه توکل په خدای وی ابراهیم غو ندی به اور ورته ګلزار وی

  2. که امنیتی تړون لاسلیک نه شی دا به ښه کار وی ځکه دامریکا دولس کلن شتون کی افغانانوته کومه ګټه نه وه او خصوصآ پښتانه ډیر وځپل شو نو ددی تړون په لاسلیک به هم کومه ګټه نه وی.

  3. dostano salamona mi wamanay Allah mo khushala aw sarlwarhe walara O America da afghanan makh ki staso de hozor na Allah pak wa nasatal che os ba Allah pak afghanan wa nasate wali mo dombra berha da imza ba she da qarardad prezhdi karzai che sam siasat wakre karzai pohizhe chi america yi hatman imza akwi ka nan wi aw ka saba afghanano dostano ma war khata kizhe hamisha tawakul pa Loy Rab kawi har sa ba Allah pk sam kre chort ma wahay

  4. It’s not in our interest to sign this kind shameful sign with USA or NATO to keep searching pashtoon house for Pakistani trained terroris in our house lik for last 12 years they keep this anti pashtoon war in our pashtoon areas .

  5. کرزی صاحب چی څه کړی هغه ښه کړی، دامریکا سره که تړون نکړی نو دی نکړی خیر داخو دی نو وکړی طالبان خودی راضی کړی چی پسله دي به نور جنګ نکړی او اولسونه دی هم پری اطمینانی کړی حکمتیارصاحب دي نو هم بیا ملاتړ وکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *