تاند- له هغه راپور سره سم، چې نن /دوشنبه/ خپور شو، د افغانستان جګړه د امریکا د متحدو لپاره په څه باندې یو تریلیون یعني زر ملیارد ډالره تمامه شوې ده.
فیننشل ټایمز ورځپاڼې او خپلواکو څېړونکو د افغانستان د جګړې لګښت سنجولی دی.
راپور وايي، د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې له تروریستي بریدونو وروسته د امریکا کانګریس د دغه هیواد د فدرالي حکومت د مالي کلونو لپاره د افغانستان د جګړې په خاطر د یو تریلیون او ۱۰۰ ملیارد ډالرو لایحې تصویب کړي دي.
د دغو پیسو په سلو کې ۸۰ د بارک اوباما د ولسمشرۍ په موده کې لګول شوي دي.
سره له دې چې د افغانستان جګړه د عراق تر هغې اوږده وه، امریکا په عراق کې لا زیات مصرف کړی دی.
د براون پوهنتون د واټسن د نړیوالو څېړنو د انستیتیوت د جګړې د لګښت د پروژې پر اساس د عراق په جګړه کې امریکا یو تریلیون او ۷۰۰ ملیارد ډالره لګولي دي.
په همدې حال کې فیننشل ټایمز ورځپاڼه وايي چې د امریکا متحد ایالتونه به په افغانستان کې څو سوه ملیارد ډالره نور هم ولګوي.
د امریکا د افغانستان او نورو جنګونو لګښت به نور هم زیات شي ځکه چې پینتاګون له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ پوري د افغانستان د جګړې لپاره له کانګریسه ۱۲۰ ملیارد ډالره غوښتي دي.
ټول محارب امریکايي پوځیان به په راتلونکو څو ورځو کې له افغانستانه ووځي خو ۱۰۸۰۰ به د روزنې لپاره پاتې شي.
د امریکا جنګي مصارف به په عراق او سوریه کې زیات شي. د امریکا کانګریس د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پر ضد د جګړې لپاره تراوسه ۵ ملیارد ډالره تصویب کړي دي.
سپینې ماڼۍ د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پر ضد د ۵ ملیارده او شپږ سوه ملیون ډالرو غوښتنه کړې وه.
د پیریانو د جګړی په هکله د کتاب له مخی روسانو ته په ۱۴ میلیارده دالره تمامه شوی وه نور حساب یی تاسو کوی چی امریکایانو ته چی تر اوسه پوری یی لا سر په اوبه کی دی په څومره تمامه شی.
د امریکایانو او روسانو په مصرف کې ډېر توپیر شته. د هر امریکايي عسکر د کال معاش تر یوملیون ډالرو زیات دی
ګرانو لوستونکو!
د روسانو او امریکایانو د لګښتونو ترمنځ که توپیر شته، دا هم باید له یاده ونه باسو چې د لته په افغانستان او سیمه کې یې په موخو او ستراتیژیکو اهداف کې هم لوی توپیر او واټن پروت دی. همدا مهم او اساسي لامل دی چې د امریکایې ځواکونو لګښت په هر لحاظ له روسي ځواکونو زیات او هراړخیز دی.