تاند – د امریکا د ګمرکونو اداره وايي، د هغو اوو هیوادونو اتباع، چې د ډونالډ ترمپ د اجرايي حکم پر اساس یې امریکا ته تګ منع شوی و، ځنډول شوی او د دغو هیوادونو اتباع اوس امریکا ته تللی شي.
د امریکا د ګمرکونو ادارې دا اعلان وروسته له دې وکړ چې په سیاټل کې یوې محکمې د ولسمشر ټرمپ حکم وځنډاوه.
د ټرمپ له حکم سره سم امریکا ته د ایران، عراق، سومالیا، سوډان، لیبیا، یمن او سوریې د هیوادونو اتباع پر سفر تر ۳ میاشتو پوري بندیز لګول شوی و.

د ټرمپ دا حکم په امریکا او له امریکا دباندې د خلکو، حکومتونو او د بشري حقونو د ټولنو له سخت عکس العمل سره مخامخ شو.
پرون /جمعه د فبروري ۴مه/ د سیاټل ښار د محکمې قاضي جېمز روبرټ د حکومت د مدافع وکیلانو خلاف پرېکړه وکړه. مدافع وکیلانو استدلال کاوه چې ایالتونه د ولسمشر ټرمپ د فرمان د چلینج کولو لپاره لازم حقوقي واک نه لري.
که څه هم د امریکا د ګمرکونو اداره وايي چې نور د اوو اسلامي هیوادونو، چې امریکا ته د اتباعو ورتګ یې منع شوی و، تللی شي خو عملاً تراوسه پوري امریکا ته د دغو هیوادونو د اتباعو د تګ په اړه کوم خبر نه دی ترلاسه شوی.