تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له دې وروسته به له هر چا څخه، چې د متحدو ایالتونو د وېزې غوښتنه کوي، د هغه د ټولنیزو رسنیو، ایمیل او د ټېلفون د شمېرې په اړه معلومات غواړي.

د نوي قانون پر اساس، که څوک د امریکا د لنډمهالې وېزې یا مهاجرت (ګرین کارت اخیستلو) لپاره امریکا ته غوښتنلیک سپاري باید د خپلو تېرو ۵ کلونو ایمیلونه، د ټېلفون شمېرې، د فېسبوک او ټویټر په شمول د ټولو ټولنیزو رسنیو اکاونټونه وښيي.

دا قانون، چې د ترهګرو او سختدریځو د پېژندلو لپاره وضع شوی، اصلاً د ۲۰۱۸ م کال په مارچ میاشت کې وړاندیز شوی و.

هماغه وخت په محدوده پیمانه دا تګلاره عملي شوه خو د بشري حقونو د ډلو له توند غبرګون سره مخامخ شوه.

د بشري حقونو ډلو وویل چې دا کار به سبب شي چې خلک د ځان سانسورولو ته مجبوره شي.

له امریکا څخه هر کال لږترلږه ۱۵ ملیونه تنه د لنډمهالو او اوږدمهالو وېزو غوښتنه کوي.

د ټرمپ حکومت د یو شمېر هیوادونو وګړو ته د وېزې ورکړه خورا محدوده کړې ده.

د هیوادونو له دیپلوماتانو څخه دا ډول غوښتنې نه کېږي خو که څوک غواړي چې امریکا ته د کار یا زده کړو لپاره لاړ شي باید یاد معلومات وړاندې کړي.

One thought on “امریکا ته له تلونکو د خپلو ټولنیزو شبکو او برېښنالیکونو ادرسونه غوښتل کېږي”
  1. امریکا اصلاً د مځکی پر مخ یو مزخرف جنت دی
    مزخرف مانا
    هغه غیر اصیل فلز دی کوم چی د طلا آب ورکړه سوی وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *