تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۸مه: د امریکايي پوځ د ارقامو له مخې تېره فبرورۍ میاشت کې چې لا د سولې هوکړه لاسلیک شوې نه وه، امریکايي ځواکونو په افغنستان کې پر ترهګرو ۳۶۰ بمونه غورځولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۸ کال کې د فبرورۍ میاشت کې په افغانستان ۴۶۹ بمونه غورځولي وو او دا له ۲۰۱۱ کال راهیسې دویم ځل دی چې امریکايي ځواکونه په کې په افغانستان کې د یوې میاشتې پر مهال تر ۵۰۰ کم بمونه غورځوي.

د شمېرو له مخې امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۱۹ پورې په افغانستنا کې له ۱۴ زرو زیات بمونه غورځولي دي، په داسې حال کې چې پر طالبانو یې د مذاکراتو د پيلولو لپاره د فشار هڅې هم روانې وې.

اوس که څه هم طالبان تر یو حده له امریکايي هوايي بریدونو خوندي دي خو دغې ډلې د افغان ځواکونو پر وړاندې خپله جګړه لا نه ده درولې.

افغان حکومت وايي، که طالبان تاوتریخوالی کم کړي نو په هغه صورت کې به یې بندیان هم ورخوشې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *