له هوا نه هوا ته توغول کېدونکی توغندی

تاند، چهار شنبه، د عقرب ۸مه: پنټاګون په خپل تازه راپور کې ویلي افغانستان کې یې تېره سپټمبر میاشت کې ۱۱۰۰ بریدونه ترسره کړي دي، چې هره ورځ د بریدونو شمېر یې نږدې ۴۰ ته رسېږي.

د امریکا د دفاع وزارت له تحقیقاتي مرکز څخه په خپاره شوي راپور کې راغلي، په وروستیو میاشتو کې د امریکا بریدونه په افغانستان کې مخ پر زیاتېدو روان دي، خو په سپټمبر میاشت کې ترسره شوي بریدونه بې ساري دي، ځکه امریکا په اګست میاشت کې په افغانستان کې ۸۱۰ او په جولای میاشت کې ۵۳۷ بریدونه کړي وو.

د امریکا ولسمشر او دفاع وزیر له طالبانو سره د مذاکراتو له ماتېدو وروسته په ځلونو خبرداری ورکړ چې په طالبانو به خپل نظامي فشارونه زیات کړي.

خو دا به داسې حال کې ده چې د دغو بریدونو زیات تلفات ملکیانو ته اوړي.

د ملګرو ملتونو وروستۍ شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۹ کال په ۹ میاشتو کې د امریکايي ځواکونو په بریدونو کې ۶۵۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله په ملکي تلفاتو کې د امریکایانو له لوري دوه چنده زیاتوالی ښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *