تاند، سه شنبه، د دلوې ۸مه: د سټریپ اینډ سټارز د راپور له مخې امریکا تېر ۲۰۱۹ کال په افغانستان کې دومره زیات بمونه کارولي دي چې له ۲۰۰۶ کال راهیسې یې ساری نه لیدل کېږي.

د امریکايي ځواکونو د ګډې قومندانۍ لخوا تېره ورځ خپاره شوي ارقام ښيي چې امریکايي جنګي الوتکو تېر کال په افغانستان کې ۷۴۲۳ بمونه کارولي دي په داسې حال کې چې پخوا دا ریکارډ په یو کال کې ۷۳۶۲ بمونو ته رسېده.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی لورل میلر وايي، امریکا په ډیر صراحت سره پر طالبانو د برلاسۍ لپاره علمیات ترسره کړي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو نهو میاشتو کې هوايي او نورو بریدونو کې د ۱۱۴۹ ملکي تلفاتو له منځه یې د ۵۷۹ تلفاتو پړه د دولت پلوه ځواکونو پر غاړه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *