تاند، جمعه، د دلوې ۱۱مه: د امریکا د باندنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې چین، عراق او افغانستان ته دې سفر نه کوي.
دغه خبرداری وروسته له هغې ورکړل شوی چې د روغتیا نړیوالې ادارې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله بیړنی حالت اعلان کړ تر څو نورو هیوادونو ته انتقال نه شي.
رویټرز خبري اژانس د چین حکومتي چارواکو له قوله لیکلي، چې په ووهان ایالت کې کرونا وایرس ٢٠٤ کسان مړه کړي او له لس زره څخه زیات پرې اخته شوي دي.
همدا راز شاوخوا شل هیوادونو کې د کرونا وایرس مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
که څه هم چینایي چارواکي او رسنۍ وخت په وخت له کرونا وایرسه د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر خپروي، خو ځینې روغتیایي څېړونکي اندېښنه څرګندوي وایي چې د دې ویروس له کبله د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر تر سرکاري ورکړل شویو ارقامو څو چنده زیات دی.
د افغا نستان حکومت د کرونا وایرس لپاره کوم تکتیکونه او تدبیرونه ولری
افغانستان د چین ګاونډی ملک دی د دغی اوبا یا کرونا وایروس څخه باید کلک مخنیوی وکړی.
افغانستان د پاکستان ګاونډی دی، ګومان او شک کیږی چه په پاکستان کی هم دغه مرض خپور شوی وی، خو پدی خاطر چه دنړیوالو سره یی ارتباطات او تجارت ختم نشی، نو پاکستان خپل ځان غلی او پټ ساتلی دی.
د دغه وایروس په مخنیوی کی د افغانستان حکومت ته څه پکار دی.
ـ د چین سره تر یو څه وخته د افغانی تجارانو او نورو خلکو کړه وړه بندول. حتی کوم تجارتی مالونه او سامان الات چه افغانستان ته راخی دهغو شیانو سره تماس هم تر یو وخته کنترول او قرانطین شی.
– دخلکو خبرتیا په مکتبونو، مسجدونو، تلویزونونو او رادیو ګانو په وسیله عامه پوهاوی.
– په عامه ځایونو کی د ماسک استعمالول.
په درناوی
دا مرض خدای تعالی چین ته د کړی ظلم له وجهی الله تعالی ورباندی مسلط کړ
همدارنګه چی امریکا په عام ولس بمبار کوی یا مخکی کاوو نو الله تعالی اور ورباندی مسلط کړ چی زیاتره ځنګلونه او کورنه یی وسوځیدل نو داسی امکان شته چی دا مرض به هغه چاته ورزی چی ظالم وی او عام ولس یی ظلم کړی وی
نو کله چی پاکستان په پښتونخوا غنم او اوړه بند کړل نو الله تعالی د پنجاب په ځمکو باندی ملخان مقرر کړل چی اوس دوی بیړنی حالت اعلان کړی کله چی دوی په لر او بر افغانانو باندی د پوځ او استخباراتو په مستقیم او غیرمستقیم ظلم کوی یا پدی ۱۹ کلنه یا ۴۰ کاله کی کړی خدای تعالی پدی پوځ او استخباراتو هم همدا مرض او دیته ورته نورو مرضونو باندی اخته کړی
ځکه همدا اوس نواز شریف او جنرال مشرف په ډول ډول ناروغیو اخته شوی کچیری امریکا او طالبان د افغان ولس له وژلو لاس وانخلی نو د دوی به هم همدا انجام شی
که عبدالله او سیاف او ګلبدین او محقق لدی ولس څخه بښنه ونغواړی نو امکان شته چی نواز شریف او جنرال مشرف په شان مرضونو باندی مبتلا شی
بهتره داده چی مخکی له مرګه له ولس سره د کړی ظلمونو او خیانتونو له وجهی بښنه وغواړی او پاکستان او ایران اوهمدارنګه امریکا او برتانیی ته کړی جاسوسی او خدمت په وجهی په نړیواله سطحه بښنه وغواړی او ولس یی باید دوی ته په واضح ډول ووایی چی نور له قدرت لیری شی ځکه داسی د نورو هیوادونو نوکران یاست
کچیری تاسی ولس ته خدمت کولی نو کابل به کنډواله نه بدلیده