تاند- د امریکا د پرمختللیو دفاعي ډیزاینونو اداره وايي، د داسی الوتکې د جوړولو، چې عمودي الوت کوي، طرحه یې د هوايي او فضايي تکنالوژۍ یوې کمپنۍ ته سپارلې ده.

د لایف ساینس (www.livescience.com) ویبپاڼې د راپور له مخې، دا خورا پرمختللې الوتکه به د څرخکې یا هیلي کوپتر په شان په عمودي ډول هم پر مځکه کښېناستی او هم الوتی شي. او د دې ترڅنګ به په هوا کې درېدای شي.

دا الوتکه به، چې ایوروا شرکت یې جوړوي، په ساعت کې له ۵۵۶ تر ۷۴۰ کیلومتره مزل کولی شي. همداراز به د خپل وزن د ۴۰ فیصده په اندازه بار وړلی شي.

اټکل شوی دی چې د دې الوتکې وزن به له ۴۵۰۰ تر ۵۴۰۰ کیلو پوري وي.

 دا الوتکه به د پېلوټ لارښوونې ته اړتیا نه لري، په خپله به په اتومات ډول کار کوي.

د انرژۍ مصرف به یې هم د نورو الوتکو په پرتله خورا لږ وي.

دا الوتکه به ۲۴ انجنونه لري چې د وزر په بېلابېلو برخو کې به یې نصب شوي وي.

ټاکل شوې ده چې ایوروا کمپنۍ، چې دا الوتکه جوړوي، د الوتکې لومړنۍ نمونه په ۲۰۱۷ م کال وازمويي.

داسي الوتکې د افغانستان په شان په جنګ ځپلو هیوادونو کې، چې د الوتکو د ویشتل کېدو خطر پکې ډېر وي، ښه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *