تاند- د دفاعي چارو کارپوه متقاعد جنرال توماس مک اینرني وايي، د افغانستان د جګړې او ناامنۍ د دوام پړه د پاکستان په غاړه ده او که غواړو چې د افغانستان ستونزه پای ته ورسېږي باید دغه هیواد ته د نورو ځواکونو د لېږلو پر ځای پر پاکستان فشار راوړو.
د امریکا د پوځ د هوايي ځواک متقاعد جنرال او اوس د سیاسي چارو شناند توماس مک اینرني فکس نیوز تلویزیون ته وویل، پاکستان د افغانستان د ناامنۍ مسوولیت په غاړه لري او دا هیواد له امریکا سره د تروریستانو په ځپلو کې مرسته نه کوي.
ده د فکس نیوز د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې امریکا په افغانستان کې نه بریالۍ کېږي؟ وویل«د دې علت پاکستان دی.»
ده پاکستان په افغانستان کې د اوسني ولاړ پوځي حالت او د جګړې د دوام سبب وباله، ویې ویل «کله چې د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له تروریستي حملو وروسته وویل چې زموږ ملګري که دښمنان یاست، پاکستان په ځواب کې د امریکا ملاتړ اعلان کړ، خو په حقیقت کې اسلام اباد په دغو کلونو کې زموږ ملاتړ ونه کړ نو باید دې مسلې ته پام وکړو.»
متقاعد جنرال مک اینرني همدارز وویل، د پاکستان د بلوچستان ایالت په ۹ مهمو ښارونو کې د تروریستي ډلو مالي او پوځي ملاتړ کېږي او په ښکاره کسان ورته جلب و جذب کېږي.
ده دا یوه ستره ستونزه وبلله ځکه چې د جګړې د فصل له ختمېدو وروسته طالب یاغیان پاکستان ته بېرته ستنېږي.
مک اینرني د پاکستان په خاوره کې د ترریستي ډلو پر مرکزنو د امریکا د هوايي حملو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې امریکا باید افغانستان ته د نورو ځواکونو تر لېږلو وړاندې لومړی د اسلام اباد له لوري د تروریستي او افراطي ډلو د ملاتړ ستونزه حل کړي.
د افغانستان حکومتونو له تېرو ۱۶ کلونوراهیسې په ځلونو ویلي چې پاکستان په ښکاره د ترهګرو ملاتړ کوي او تر څو چې د افغانستان له پولې دباندې د ترهګرو د روزلو، ملاتړ، تجهیز اوجلب و جذب مرکزونه له منځه نه وي تللې، د افغانستان ستونزې او جګړه پای ته نه رسېږي.
خو اوس داسې ښکاري چې د افغانستان چارواکي توانېدلي چې امریکایانو ته قناعت ورکړي او د امریکایانو په منځ کې د افغانستان د دریځ ملاتړي ومومي.
If US really wants stable Afghanistan it should get rid of the warlords first.