تاند، پنجشنبه، د عقرب ۹مه: امریکا د داعش ډلې د مشر ابوبکر بغدادي د وژلو پر ضد د عملیاتو لومړني ژوندي انځورونه خپاره کړل.
دغه فلم چې له ډېر لوړ ځای څخه اخیستل شوی، د عملیاتو د ځای ښودنه کولی شي خو جزیات یې نه ښکاره کوي، مګر د امریکا د ترهګرۍ ضد سازمان سنټکام قومندان جنرال فرانک مکنزي د دغې ویډیو په پټو اړخونو غږېدلی دی.
نوموړی وايي، امریکاي ځواکونو د سوریې په ادلیب کې د بغدادي پټنځای ته په ور رسېدو سره ودانۍ کې دننه خلکو ته وویل چې له جګړې پرته دې ورته تسلیم شي.
نوموړی وايي، امریکايي ځواکونو ۱۱ ماشومان د عملیاتو له ځایه سلامت وویستل، خو پنځه داعشیان له امریکايي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول: (( په وژل شویو کې څلور ښځې او یو نارینه دی.))
د جنرال مک کنزي په خبره د عملیاتو پر مهال یې ځواکونه متوجه شول چې بغدادي په یو تونل کې پټ دی او له دې وېرې چې د امریکايي ځواکونو له خوا به ونیول شي، خپل ځانمرګي واسکټ ته انفجار ورکړی چې له ځان سره یې دوه ماشومان هم وژلي دي: (( موږ لومړی فکر کاوه چې له بغدادي سره درې ماشومان وو، خو وروسته متوجه شوو چې نه، له بغدادي سره دوه ماشومان وژل شوي دي.))
دا په داسې حال کې د چې د امریکا ولسمشر د یکشنبې په ورځ رسما تایید کړه چې ځانګړو ځواکونو یې د سوریې په شمال کې د داعش مشر ابوبکر بغدادي وژلی دی.