خبریال: میرویس جلالزی – د امریکا متحده ایالتونو اعلان وکړ چې نړیوال کړکیچ ته په کتو به ډېر شمېر کډوال ومني.
دوه اوونۍ دمخه د امریکا متحدو ایالتونو ویلي و چې شاوخوا لس زره نوي کډوال به، چې له جنګ ځپلو سیمو تښتیدلي دي، ومني لیکن اوس دغه هیواد وايي چې دوی به پخواني اعلان لس ځله ډیر کډوال تر ۲۰۱۷ کال پوري ومني.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخي، داوباما اداره غواړي ۱۰۰۰۰۰ افغان، سوري او د نورو جګړه ځپلو هیوادونو کډوال ومني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي امریکا خپل نړیوال ځواک او قدرت ته په کتو سره غواړي د نړۍ په کچه د هغو هیوادونو په سر کې ځای ولري چې غیږه یي کډوالو ته خلاصه ده .
هغه وايي دا ګام یي ځکه پورته کړی چې امریکا خپل هغه نوم وساتي چې د نړۍ په کچه یي لري یعني امریکا د ژوند لپاره له پلرني ټاټوبي را وروسته یو کس ته د دوهم کور او ډیرو فرصتونو ځای لري.
کیري ویلي دوی به دغو سل زره کډوالو ته ډیر مالي امکانات او د ژوندانه ښه سهولتونه برابر کړي.
نوموړی وايي چې له خپل جرمني ساري فرانک والتر شتاین مایر سره یې د کډوالو په نړیوال بحران خبري کړي او وروسته یي دا پریکړه اعلان کړې ده.
په همدې حال کې «بشري حقونه لومړي توب لري» په نامه یوې ټولنې د امریکا له دولت څخه غوښتي چې یوازي را روان ۲۰۱۶ کال کې سل زره کډوال ومني او دا اندازه باید تر ۲۰۱۷ پوري تر دې هم لوړه شي.
سږ کال د نړۍ په کچه تر ټولو زیات کډوال اروپا ته تللي دي.
دا شمیره له دوهم نړیوال جنګ را په دې خوا د کډوالو تر ټولو لوړه شمیره ده.
له امریکا را وروسته جرمني، فرانسه، ایټالیا او اتریش هغه هیوادونه دي چې له کډوالو سره د مرسته کوونکو هیوادونو په نوملړ کې په ترتیب لوړ ځای لري.
!!جان کیري
کډوال ومهاجرت ته مه اړ باسئ
تر څو د منلو اړتیا یې پیدا نه شي
دا خو ډير ښه اقدام دی چې امریکا کډوالو ته غیږپرانیزي او هغوی ته بلنه ورکوي، خو کاشکې دا کومو افغانانو ته چې یې ویزې ورکړي هغوی ته یې هم د ژوند سهولتونه برابر کړي وی. هغوی خو یې په وچ میدان پریښي. په لومړي سر کې ورسره یوه کمه اندازه مرسته کوي او بیا یې نور څوک خبر نه اخلي. کور یې په ځان وي چې د ټولو نه زیات مصرف پرې راځي او حتی په یو کار د کور کرایه نه پوره کیږي، د طيارې د ټکټ کومک ترې بیرته اخلي، صحي مرستې پرې بندوي او په وچ میدان دې پریږدي. دې ته غیږپرانستل وایي؟دې ته بشري مرستې وایي؟ چې ژوند دې د حیوان نه هم بد تر وي. د غلامۍ لپاره یې راولي نور کوم مقصد یې نشته.