تاند- د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځنۍ اسیا د هیوادونو د برېښنا د ترانزیت پر بیې د موافقې هرکلی وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ناوخته وویل چې دا موافقه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې یو مهم ګام ګڼل کېدای شي.

د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزارت ویندویې جین پساکي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا په کابل کې د ولسمشر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د ملي یووالي د حکومت د بهرنۍ پالیسۍ یوه لومړنۍ بریا ده.

پساکي همداراز ویلي، د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د برېښنا د ترانزیت د پروژې بشپړېدا به قرغیزستان جمهوریت او تاجکستان ته دا موقع ورکړي چې د دوبي په موسم کې خپله اضافي برېښنا پر افغانستان او پاکستان وپلوري.

دې وویل چې دا پروژه د سیمې د انرژۍ د بازار لپاره، چې د انرژۍ مهیا کوونکي د هغې له مصرفوونکو سره وصلوي، د ودې ضروري عنصر دی.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویندویې همداراز وویل چې د برېښنا د ترانزیت د بیې پرسر موافقه د برېښنا د بیې په اړه د وروستي جوړجاړي لور ته یو مهم ګام دی.

0 thoughts on “امریکا د افغانستان او پاکستان د برېښنا د ترانزیتي موافقې هرکلی وکړ”
  1. هر کالای یی وکړ………..
    تاند ډیری غلطیانی کوی ، هغه نوری خو یی لا خیر عنوان ته خو باید لږه توجه وشی!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *