امريکا دې نتيجې ته رسيدلې چې په پاکستان کښې د تروريزم د ځالو او پټنځايونو له ختميدو پرته په افغانستان کښې جګړه نه شي ګټلي.
اسماعيل زاهد
د امريکا حکومت د افغانستان او جنوبي اسيا په اړه په خپلې نوې پاليسي کښې ځينو خبرو ته په واضحه توګه اشاره کړې ده ، د ټرمپ حکومت وايي چې د تير په څير نور د افغانستان نه د وتلو مهال ويش نه ورکوؤ –
دوي وايي چې د افغانستان نه د وتلو پريکړه به د دغه هيواد په امنيتي وضعيت پورې تړلی وي – دوي دا هم غواړي چې د افغانستان د حکومت سره په ګډه په افغانستان او سيمه کښې دښمن په پوره قوت سره مات کړي –
دوي په اول وار په اعلانيه ډول پاکستان په دومخيزتوب يا ډبل ګيم تورن کړ او په واضحه توګه يې وويلي چې دغه هيواد ته يې نور زغم ختم شوي او پاکستان بايد نور د توند لارو د مرستې لاس واخلي او د دغه هيواد کلنۍ دوه ميليارده پوځي مرستې يې د توند لارو په ضد د ريښتينو عملياتو او د تروريزم په وړاندې د مبارزې کولو سره مشروطې کړې او ودرولې دي.
امريکا دا هم غواړي چې د هند رول په افغانستان کښې پياوړي کړي تر څو وکولاي شي چې په سيمه کښې د چين د ځواکمن کيدو مخه ونيسي .
لکه څنګه چې افغانستان د جنګ په حالت کښې دی او د طالبانو او داعش په شمول د شلو نه زياتې وسله والې ډلې دلته شتون لري چې تقريبا هره ورځ دولتي ځواکونو ته تلفات اړوي او بل خوا د افغانستان حکومت له امريکا سره يو لړ مالي او امنيتي تړونونه هم لاسليک کړي نو په دې نږدې وختونو کښې افغان دولت هم نه غواړي چې متحدين يې له افغانستان نه اووځي .
افغان دولت له امريکا نه دا مطالبه لري چې په پاکستان فشار وارد کړي تر څو دغه هيواد د طالبانو ، حقانی ډلې او نورو توند لارو ډلو له مرستې لاس واخلي .
په افغانستان کښې وروستي مرګوني او خونړي بريدونه هم شايد د امريکا د نوې پاليسې په ځواب کښې شوي وي – په دغه بريدونو کښې د امريکايانو په ګډون بهرني وګړي په نښه شوي. د کابل د انټر کانينټل هوټل بريد کښې خارجيان په نښه شول او په جلال آباد کښې چې په بل خيريه بنسټ Save the Chidren حمله وشوه هغه هم يو خارجي دفتر وؤ –
بل خوا اوس محال پاکستان د امريکا او متحدينو د سخت فشار سره مخ دی . د تروريزم ضد د همکارۍ نه کولو په تور په دغه هيواد د امريکا لخوا دوه ميليارده ډالره پوځي مرستې بندې شوې او په تکراري ډول ترينه د طالبانو او حقاني ډلو د ځالو او پټنځايونو غوښتنه کيږي او دا هم ورته ويل شوي چې دغه هيواد ته نور د امريکا زغم په ختميدو دی ځکه چې يو خوا يې په تيرو څو کلونو کښې د تروريزم د يو ملګري په توګه د امريکا نه دري ديرش ميليارده روپۍ وهلې او بل پلو ته يې په پټه د افغانستان د وسله والو ډلو مرسته کړې .
په دې وروستيو کښې د پاکستان لخوا د فشار د کمولو او وخت تيرولو په خاطر د طالبانو د قطر د دفتر د استازو سره خبرې شوې خو په افغانستان کښې د وروستيو بريدونو وروسته امريکا د طالبانو سره خبرې رد کړې .