تاند- د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې د امریکا حکومت هڅه کوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات وځنډول شي خو د افغانستان حکومت له دې وړاندیز سره مخالفت کوي.
په راپور کې ویل شوي چې د امریکا حکومت د انتخاباتو د ځنډېدو لپاره د افغانستان پر حکومت د فشار پر راوړلو غور کوي.
ویل کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ولسمشر اشرف غني ته وړاندیز کړی چې انتخابات وځنډوي خو ښاغلي غني له دې وړاندیز سره مخالفت کړی دی.
د ولسمشر غني ویندوی هارون چخانسوري په دې اړه وال ستریت ژورنال ورځپاڼې ته ویلي«د دیموکراتیک بهیر دوام ضروري دی او د افغانانو د ارادې خلاف هر وړاندیز، چې زموږ په اساسي قانون کې یې ګنجایش نه وي، د منلو نه دی.»
یوه لوېدیځ دیپلومات هم وویل، پر نورو متبادلو لارو، چې اوس پرې غور کېږي؛ دا دي چې اوسنی حکومت دې تر هغو د انتقالي حکومت په توګه کار ته دوام ورکړي چې د طالبانو په ګډون ايتلافي حکومت جوړېږي.
د وال ستریت ژورنال د راپور پر اساس، د لویې جرګې جوړېدا هم یو انتخاب دی چې پرې غور کېږي او دا هغه وړاندیز دی چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی یې ډېر ملاتړ کوي. زلمی خلیلزاد راتلونکې اوونۍ ممکن په قطر یا دوبۍ کې په دې اړه د طالبانو له استازو سره خبرې وکړي.
یوه پخواني امریکايي چارواکي وویل، امکان شته چې واشنګټن د دې لپاره د انتخاباتو د ځنډېدو وړاندیز کړی وي چې طالبان سولې ته وهڅوي او یا ممکن دا موضوع په خپله د طالبانو یو شرط وي.
وال ستریت ژورنال وايي چې په څو نورو انتخابونو هم غور روان دی.
یو وړاندیز هم دا دی چې انتخابات دې وشي خو که ښکېلو خواوو موافقه وکړه، ټول دې په حکومت کې شامل کړل شي.
ورځپاڼه وايي چې د انتخاباتو د ځنډېدو په وړاندیز زلمي خلیلزاد له یو شمېر نورو افغان نفوذ لرونکو شخصیتونو سره هم مطرح کړی دی خو دا د ولسواکۍ خلاف هڅه ده چې امریکا له کلونو راهیسې د هغې لپاره هلې ځلې کولې.
وال ستریت ژورنال وايي چې د خلیلزاد دفتر په دې موضوع له څه ویلو ډډه وکړه.
ورځپاڼه وايي چې د انتخاباتو پر ځنډولو د امریکا ټینګار به د کابل او واشنګټن ترمنځ اختلاف رامنځته کړي.
د افغانستان حکومت د امریکا مالي او پوځي ملاتړ ته اړتیا لري او د ټرمپ حکومت د فشار ډېرې قوي حربې په لاس کې لري خو وروستۍ پرېکړه به افغانان کوي.
ولسمشر غني په وروستیو کې وویل چې د ولسمشرۍ انتخابات به په خپل وخت؛ یعني د راتلونکي لمریز کال د حمل په ۳۱ نېټه وشي.
د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې ځینې امریکايي چارواکي اندېښنه لري چې د رای ورکولو په بهیر کې بې نظمۍ او د افغانستان په انتخاباتو کې د معمول په شان تاوتریخوالي په دې هیواد کې د سولې بهیر ته زیان اړوي او حتي کېدای شي چې یومخ دا پروسه له منځه یوسي.
پخوانۍ امریکايي دیپلوماته رابین رافیل، چې په کلونه یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا په برخه کې کار کړی دی، وايي چې ښاغلی خلیلزاد بیړه لري.
د یکشنبې په ورځ په کابل کې د خلیلزاد په کتنو کې د انتخاباتو د ځنډولو وړاندیز ته سوړ ځواب وویل شو.
ورځپاڼه زیاتوي، ګڼ شمېر افغان سیاستوالو د انتخاباتو د ځنډولو له وړاندیز سره مخالفت کړی دی خو د ښاغلي غني په حکومت کې یې ځینې ملاتړ کوي.
خلیلزاد په تېرو دوو ورځو کې د عطا محمد نور او اسماعیل خان په شمول له څو زورورو قوماندانانو سره وکتل.
TEMPORARY GOVERNMENT IS RISKFULL/HOW MANY TIME WE TESTED
TEMPORARY GOVERNMENT/SUPPORT CURRENT GOVERNMENT,
ONE STRONG CENTRAL GOVERNMENT CAN BRING SUCCESS TO THE COUNTRY.
IN TEMPORARY GOVERNMENT ANYONE LOOKING FOR OWN BENEFITS.
WE NEED TO ONE STRONG AFGHAN GOVERNMENT.
IS THIS TRUE IF YOU BUILD A BUILDING AND THEN DESTROYED BACK FOR OTHER ONE.THINK
SOME WARLOARDS AND FOREIGN COUNTRY DO NOT WANT A STRONG AFGHANISTAN.
WE HAVE TO SUPPORT ASHRA FGHANI ,THANK YOU