تاند- د امریکا متحد ایالتونه غواړي چې په افغانستان کې د هوا له حاله د خبرېدو لپاره له یوې هندي سپوږمکۍ څخه کار واخلي.

د هوا له حالته مخکې تر مخکې خبرېدا د پوځ د خوځښتونو لپاره خورا اهمیت لري.

هندي ورځپاڼې (هندو) د پینتاګون په حواله وویل، د امریکا دفاع وزارت وروسته له دې چې د هواپېژندنې اروپايي سپوږمکۍ د افغانستان له فضا لېري شوه او د عراق او سوریې په فضا کې یې فعالیت پیل کړ، وپتېیله چې په دې برخه کې د هندۍ سپوږمکۍ خدمات ترلاسه کړي.

هندۍ سپوږمکۍ اوس هم پر سیمه دپاسه ګرځي او د پینتاګون د جګپوړو چارواکو په وینا د امریکا بېلابېلو پوهنتونونو ته معلومات وړاندې کوي.

د پینتاګون چارواکو په دې اړه د کانګریس د هوا، ساینس او فضا فرعي کمېټې ته د هوا پېژندونکو سپوږمکیو په باب د معلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې توضیحات ورکړل.

د امریکا د هوايي ځواک د عملیاتو مرستیال درستیزوال او د هوا پېژندنې رييس رالف سټافلر د یوې پوښتنې په ځواب کې کانګریس ته وویل«د اروپا د هوا پېژندنې سپوږمکۍ (ایورو سټ ۸) په سوریه او عراق کې زموږ د عملیاتو حساسې سیمې پوښي. موږ به د دې سپوږمکۍ له تلو سره د افغانستان په ختیځ کې له تشې سره مخامخ شو خو غواړو چې د هندیانو همکاري ترلاسه کړو.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *