تاند- د امریکا یوه سناتور وویل، د متحدو ایالتونو دفاع وزارت له روسیې څخه د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره د اضافي باري هیلي کوپترو د رانیولو پلان لغوه کوي ځکه چې د روسیې د وسلو د صادراتو اداره د سوریې پوځي ځواکونو ته د وسلو تر ټولو لویه مهیا کوونکې ده.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې ټاکل شوې وه چې راتلونکی کال له روسیې څخه د ۳۴۵ ملیون ډالرو په ارزښت پنځلس ایم آی – ۱۷ هیلي کوپترونه واخیستل شي او بیا د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.
د امریکا د مشرانو جرګې جمهوري غوښتونکي سناتور جان کارني پرون وویل چې دی د پنتاګون یا د امریکا د دفاع وزارت دا پرېکړه ستايي چې د روسیې د وسلو له صادروونکې ادارې (Rosoboronexport) سره معامله فسخه کوي.
د روسیې د ایم آی – ۱۷ هیلي کوپترو له پېرودلو سره د امریکا د دواړو ګوندونو مخالفت مخ په زیاتېدو دی.
د دواړو ګوندونو غړي له هغې روسي کمپنۍ څخه، چې د سوریې د رژیم مشر بشاراسد وسله والو ځواکونو ته وسلې او مهمات ورکوي، د وسلو او هیلي کوپترو پر رانیولو اعتراض لري.
د امریکا دفاع وزارت تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.