تاند- د روسیې نووستي خبري اژانس وايي، د امریکا متحدو ایالتونو پر روسو بورون ایکسپورت (Rosoboronexport) روسي کمپنۍ په افغانستان کې د ایم آی ۱۷ څرخکو د ترمیم او ساتنې د قرارداد په برخه کې بندیز لېري کړ.
د روسوبورون ایکسپورت کمپنۍ مرستیال عمومي رييس سرګی ګوریسلافسکي له نووستي خبري اژانس سره په مرکه کې وویل«دا پرېکړه د دوو کلونو لپاره شوې خو که اړتیا وه، ممکن د امریکایانو له لوري تمدید شي.»
د امریکا له لوري بندیز د تېر میلادي کال د سپټمبر په دوهمه نېټه ولګول شو خو د نومبر په ۲۵ مه یې یوه برخه بندیز بېرته واخیستل شو.
د روسوبورون ایکسپورت کمپنۍ ريیس وايي، دې کمپنۍ مخکې لا له چکي کمپنۍ (LOM Prague) سره د لومړنیو څلورو هیلي کوپترونو د تخنیکي ازمېښت په اړه قرارداد لاسلیک کړی دی.
روسوبورون ایکسپورټ یوازینۍ روسي دولتي کمپنۍ ده چې هم الوتکې او پوځي وسایل تولیدوي او هم یې واردوي او صادروي.
حاضردمه په افغانستان کې له شاوخوا ۱۲ ایم آی ۱۷ روسي جنګي هیلي کوپترو څخه کار اخیستل کېږي.
da tol ghalat khabara da mafkora mo kharaba da tasi wali podi naqes khabara bawar kawi.