تاند- امریکا غواړي چې د افغان هوايي ځواک ټولې روسي وسلې او الوتکې په امریکايي هغو بدلې کړي.
ټاکل شوې ده چې امریکا د افغانستان هوايي ځواک په څلورو کلونو له سره تجهیز کړي او د نورو الوتکو ترڅنګ یوازې ۲۰۰ هیلي کوپترونه ورکړي.
ویل شوي چې د اکثره څرخکې به د روان ۲۰۱۷ کال تر پایه افغانستان ته وسپارل شي.
راپورونه وايي چې د افغان هوايي ځواک یو شمېر روسي هیلي کوپترونه د پُرزو د نه لرلو له کبله له کاره لوېدلې دي.
د افغانستان حکومت له هنده غوښتي چې له روسیې څخه د هیلې کوپترو پُرزې ورته واخلي.
د امریکا کانګریس له روسیې څخه د نورو پُرزو او هیلي کوپترو له رانیولو سره مخالفت کوي.
په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د افغان خاصو ځواکونو شمېر دوه برابره شي، سرحدي ځواکونه او د عامه نظم قطعې د کورنیو چارو وزارت له تشکیله جلا اود ملي اردو په چوکاټ کې شاملې شي.