ارشیف، بلک هاک

تاند- د امریکا دفاع وزارت د روسي څرخکو پر ځای افغان هوايي ځواک ته ۵۳ بلک هاک هیلي کوپترونه ورکوي.

د امریکا کانګریس په وروستیو کې وویل چې د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې باید روسانو ته ورنه کړي او سره له دې چې امریکايي هیلي کوپترونه ګرانه تمامېږي، د روسي هغو پر ځای دې امریکايي الوتکې افغانستان ته ورکړای شي.

د امریکا دفاع وزارت اوس له کانګریسه غوښتي چې د افغانستان هوايي ځواک ته د امریکا د بلک هاک – ۶۰ هیلي کوپترو د ورکولو جواز تصویب کړي.

پینتاګون له کانګریسه دا هم غوښتي چې د افغانستان د هوايي ځواک لپاره د ۳۰ ایم ډي ۵۳۰ جنګي هیلي کوپترونو او همداراز د شپږ (آی ۲۹) جنګي الوتکو د رانیولو لپاره ۸۱۴ ملیون ډالره بودجه تصویب کړي.

په همدې حال کې هند غواړي چې په افغانستان کې د موجودو روسي هیلي کوپترو او دغه راز د شوروي اتحاد د وخت د ویجاړو شویو الوتکو د ترمیم لپاره له روسیې څخه پُرزې او وسایل رانیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *