تاند- د امریکا دفاع وزارت د دغه هیواد له (اورینټل اي ټي کې) کمپنۍ څخه د افغانستان د هوايي ځواک لپاره ۷ (AC-208) ترانسپورتي الوتکې اخلي.

د افغانستان هوايي ځواک، چې حاضردمه یوازې څو ترانسپورتي الوتکې لري، د ترانسپورتي الوتکو د کموالي له کبله د لوژیستیکي عملیاتو په برخه کې زیاتې ستونزې لري.

د امریکا له لوري پېرل کېدونکې ۷ نوي الوتکې زیاتې پرمختللې او مدرنې دي.

ویل شوي چې په دغو الوتکو کې وسله هم نصب کېدای شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پخوا ویلي و چې د هیواد هوايي ځواک به تر ۲۰۲۰ م کال پورې په بشپړ ډول مجهز شي.

ټاکل شوې ده چې امریکا افغان هوايي ځواک ته ۱۵۹ بلک هاوک هیلي کوپترونه او یو شمېر نورې جنګي الوتکې ورکړي.

امریکا د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د کال ۴ ملیارد ډالره بودجه په پام کې نیولې ده.

حاضردمه د افغانستان هوايي ځواک ۱۲۰ الوتکې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *