تاند- د امریکا دفاع وزارت وايي، د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره به ژر افغانستان ته ۷ جنګي الوتکې ورکړي.

پینتاګون وايي چې افغانستان ته دا (اي سي ۲۰۸) جنګي الوتکې به په ۳ میاشتو کې ورکړي.

ټاکل شوې ده چې د دغو الوتکو لومړۍ راتلونکې میاشت افغانستان ته راورسېږي او د مارچ تر پایه به نورې هم چمتو شي.

د امریکا دفاع وزارت همداراز ویلي چې پر دغو اي سي ۲۰۸ جنګي الوتکو سربېره د افغانستان هوايي ځواک ته ۳۰ بلک هاک او ۵ ایم ډي ۵۳۰ جنګي هیلي کوپترونه هم ورکوي.

د افغانستان هوايي ځواک حاضردمه ۱۲۰ الوتکې لري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې تر ۲۰۲۰ م کال پورې به د افغان هوايي ځواک ټول وسایل او تجهیزات بشپړ شي.

امریکا د افغانستان د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره په ۴ کلونو کې ۷ ملیارد ډالره بودجه په پام کې نیولې ده.

2 thoughts on “امریکا د افغانستان هوايي ځواک ته ۷ جنګي الوتکې ورکوي”
  1. Very funny Taand :))

    Putting the picture of small EC-XPV small plane that cost much less than half million dollar new, to soposedly represent multi – hundred- millions dollars military aircraft.

  2. اې سي او که اي سي په انګرېزۍ کې ستاسې د خپور شوي خبر نوم (EC) داسې لیکل کیږي او په دې نوم هېڅ الوتکه نشته خو که چېرې په تېروتنه مو لیکلی وي نو بیا تاسې اې سي – ۲۰۸ کامبټ کاراوان (AC-208 Combat Caravan) الوتکه یادوی. کومه چې جنګي الوتکه نده بلکې سېسېنا الوتکه ده او افغانستان یې د پیلوټانو د روزنې لپاره کاروي. مختلف د تولید ډولونه لري ځینې کره د ټرانسپورټ الوتکې دي، له ۹ تر ۱۴ کسه سپرلۍ هم انتقالوي، د ټولګټې الوتکې په توګه هم کاریږي او تر ټولو وروستی د تولید ډول یې په الوتکه کې اضافه ده. د وسلې نښلونې ځایونه پکې اضافه شوي. اضافه هم په ۲۰۱۴ کال کې هغه وخت وشوه چې د عراق هوایي ځواک الوتکې نلرلې. اوسمهال یې همدا ډول د لبنان او عراق هواي ځواکونه کاروي. که مو چېرې په تېروتنه دا نوم د اې په ځای اي لیکلی وي نو سم یې کړئ زه به یې تفصیلي لیکنه درته ولیږم
    په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *