تاند- د افغانستان هوايي ځواک ته د اې -۲۹ سوپرتوکانو الوتکو لومړنۍ جوپه، چې څلور الوتکې دي، وسپارل شوه.
سوپر توکانو (A-29 Super Tucano) الوتکې د برازیل د (Brazil’s Embraer) کمپنۍ له لوري د امریکا په متحدو ایالتونو کې جوړېږي.
د امریکا پوځ د افغانستان د هوايي ځواک لپاره دا ډول ۲۰ الوتکې په ۴۲۷ ملیون ډالره اخیستي دي.
د امریکا پوځ وویل چې د دغو جنګي الوتکو ۸ افغان پېلوټانو او یو شمېر تخنیکي کارکوونکو تېره میاشت د امریکا په جورجیا ایالت کې د موډي هوايي ځواک په اډه کې زده کړې بشپړې کړې او اوس د سوپر توکانو الوتکو د چلولو لپاره بېرته افغانستان ته تللي دي.
تر۲۰ زیات نور افغان پېلوټان به په راتلونکو درو کلونو کې په امریکا کې وروزل شي.
دا الوتکې په ځانګړي ډول د افغانستان په شان د چریکې جګړې لپاره جوړې شوي دي.
د دې الوتکې سرعت په یو ساعت کې ۳۶۷ مایله دی او راز راز بمونه او توغندي وړلی او ویشتلی شي.
دا الوتکې په لږ سرعت هم الوتلی شي او په اسانه الوزول کېږي.
ویدیو