تاند- د امریکا متحد ایالتونه په ترانزیتي موافقه کې د هند د شاملولو لپاره له پاکستان څخه د افغانستان د ولسمشر د غوښتنې ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی مارک تونر وویل، په دې موافقه کې د هند شمولیت د سیمې د هیوادونو ترمنځ تجارتي راکړې ورکړې پراخوي.
«باید ووایم او په ډاګه کړم چې موږ په سیمه کې د غښتلیو اړیکو ملاتړ کوو. موږ له ډېر پخوا راهیسي وایو چې دا د امریکا لپاره لومړیتوب لري، باید د سیمې د هیوادونو لپاره هم دا لومړیتوب ولري چې په خپل منځ کې په لازیاته همکارۍ او رغنده ډول راکړه ورکړه وکړي. د سوداګرۍ موافقه به د دې برخه وي.»
حاضردمه پاکستان د افغانستان تجارتي مال د هند تر پولې د واګې تر بندره پرېږدي خو له هغې خوا هندي مال نه پرېږدي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته صادر شي.
اکثره افغان لارۍ چلوونکي وايي، له افغانستانه د هند تر بندره تجارتي مال وړي خو له هغې خوا تشې راځي چې له دې کبله دوی ته د مال وړل ګرانه تمامېږي.
خو د دې په مقابل کې افغانستان، پاکستاني لاریو ته اجازه ورکوي چې له خپلې خاورې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته تجارتي مال ورسوي او د منځنۍ اسیا له هیوادونو څخه بېرته پاکستان ته ډکې ستنې شي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي چې که پاکستان په دې موافقه کې هند شامل نه کړ، پاکستاني لارۍ به پرېنږدي چې منځنۍ اسیا ته مال یوسي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ موافقه لومړۍ پلا په ۱۹۵۰ م کال کې لاسلیک شوه چې پر اساس یې افغانستان ته حق ورکړای شوی و چې د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې مال وارد او صادر کړي خو پاکستان په ځلونو د دې موافقې سرغړونه کړې، پر افغان مالونو یې لار بنده کړې، او په یو اړخیز ډول یې په موافقه کې تغییرات راوستي دي.