تاند- د امریکا پوځ نن /شنبه/ له ګوانتنامو بنده ۴ افغان بندیان افغانستان ته ولېږل.
امریکايي رسنۍ وايي چې د دغو کسانو د خوشي کېدو غوښتنه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني کړې وه.
د دغو څلورو بندیانو له خوشي کېدو سره په ګوانتنامو کې ۱۳۲ تنه بندیان پاتې شول چې د یو کال پخوا په پرتله تر ۲۴ زیات لږ دي.
اټکل کېږي چې له ګوانتنامو څخه به نور بندیان هم د کانګریس تر انتخاباتو مخکې خوشي شي.
د امریکا د کانګریس جمهوري غوښتونکي غړي د ګوانتنامو د بندیانو د خوشي کېدو مخالف دي خو دیموکراتان هڅه کوي چې مخکې تر دې چې په کانګریس کې د جمهوریتپالو کنټرول ډېر شي، زیات بندیان خوشي شي.
مک کلاتي خپرونې د افغانستان د ولسمشر په غوښتنه د امریکا له لوري د څلورو افغان بندیانو خوشي کېدا د افغانستان د نوي حکومت او امریکا ترمنځ په اړیکو کې د اعتماد د زیاتېدا ښکارندویه بللې ده.