تاند- امریکا د افغانستان د هوايي ځواک لپاره ۷ ملیارد ډالره ځانګړي کوي څو افغان امنیتي – دفاعي ځواکونه په جګړه کې د طالبانو په وړاندې لا لاسبري شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په داسې حال کې چې امریکا د افغانستان لپاره پر خپله نوې ستراتیژۍ کار ته دوام ورکوي، د افغانستان حکومت او لوېدیځ متحدان یې هڅه کوي چې د افغانستان هوايي ځواک پراخ او پیاوړی شي څو د جګړې انډول د افغان امنیتي – دفاعي ځواکونو په ګټه لا درون شي او طالبان سولې ته غاړه کښېږدي.
د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د افغان هوايي ځواک سلاکار جنرال فلیپ ستیوارت افغان هوايي ځواک ته د څو ملیارد ډالري بودجې په اړه وویل«دا به د افغان ځواکونو په ګټه د جګړې د انډول په بدلولو کې د پام وړ بدلون راوړي او په جګړه کې ولاړ حالت پای ته ورسوي.»
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې د افغان هوايي ځواک د وړتیاوو د زیاتولو په هدف ۷ ملیارد ډالره د افغان پېلوټانو، عملې، ټکنیسنانو، او ساتونکو پر روزنې او د نویو الوتکو په رانیولو ولګېږي.
امریکايي چارواکي وايي، د دې پلان هدف له تروریزم او افراطیت سره د مبارزې لپاره د داسې ځواک رامنځته کول دي چې په لېرې او غرنیو سیمو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د اکمالاتي، لوژیستیکي او استخباراتي ملاتړ وړتیا ولرلی شي.
حاضردمه افغان هوايي ځواک یړ شمېر زړې روسۍ ایم اي ۱۷ هیلي کوپتر او څو سوپرتوکانو برازیلي جنګي الوتکې لري.
د افغان هوايي ځواک د ټولو ترانسپورتي او جنګي الوتکو شمېر ۱۲۰ته رسېږي.
امریکا غواړي چې افغان هوايي ځواک ته نژدې ۱۶۰ بلک هاوک جنګي څرخکې ورکړي.