تاند- د امریکا د مشرانو جرګې له لوري له بندیانو سره د سي آی اې د تعذیب په اړه د راپور له خپرېدو سره په یوه ورځ په افغانستان کې امریکايي پوځیانو د القاعده یو بندي د افغانستان حکومت ته وسپاره.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا خبره د دغه بندي مدافع وکیلې د چهارشنبې په ورځ وکړه.
په همدې حال کې د افغانستان حکومت هم وویل، ریده النجار، چې د تونس تبعه دی، د سې شنبې په ورځ د بګرام په توقیف ځای کې د افغانستان حکومت ته تسلیم شو.
امریکا تر دې مخکې روانه اوونۍ د لطیف الله مسود په شمول د پاکستاني طالبانو درې قومندان پاکستان ته وسپارل چې په افغانستان کې پر انتقادونه وشول.
د النجار نوم د سي آی اې له لوري د تحقیقاتو په لړ کې د شکنجه شویو کسانو په هغه لیست کې شامل دی چې د امریکا مشرانو جرګې د سې شنبې په ورځ خپور کړ.
امریکا غواړي چې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو تر ایستلو او د بندیخانو تر سپارلو مخکې بندیان یا خپلو متبوع هیوادونو یا هم د افغانستان حکومت ته وسپاري.