تاند- د امریکا د خزانې یا مالیې وزارت د ایران د سپاه پاسدران انقلابي ځواک د بندیزونو په لیست کې شامل کړ.
دې ځواک مخکې ویلي و چې که امریکا پرې بندیزونه ولګول د ایران د پولې په زر کیلومترۍ کې به د امریکا پر پوځي اډو بریدونه وکړي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن /جمعه/ وویل چې د خزانې له وزارت څخه یې غوښتي چې د ایران د سپاه پر ضد تر ټولو سخت بندیزونه ولګوي.
د امریکا د خزانې وزارت په یوې خبرپاڼې کې وویل چې د ایران پر سپاه پاسداران د دې لپاره بندیزونه لګول شوي چې د سپاه د قدس ځواک د حزب الله، حماس او همداراز افغان طالبانو ملاتړ کوي.
تر دې وړاندې هم ویل شوي و چې د سپاه پاسداران بهرنۍ څانګه د افغان طالبانو په شمول په بهرنیو هیوادونو کې د سختدریځو او ایران پلوو ډلو ملاتړ کوي.
ګومان نه کېږي چې سپاه پاسداران د امریکا د بندیزونو له کبله پر امریکايي پوځیانو په کوم هیواد کې برید وکړي خو دا اندېښنه شته چې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ زیات کړي.
دغه ځواک په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ په دوو دلیلونو کړی؛ له یوې خوا پر امریکا فشار راوړي او له بلې خوا په افغانستان کې د برښناکوټونو او بندونو مخه نیسي.