تاند نیوز ډیسک: امریکا د ایران لخوا د دوی د ډرون راغورځولو په غچ کې د تهران پر توغندیز سیسټم او استخباراتي نېټ ورک سایبري بریدونه کړي دي.
واشنګټن پوسټ وايي، ولسمشر ټرمپ پر ایران د نویو بندیزونو له وضع کولو سره هم مهاله سایبري ځواک ته هم پر تهران د پټ برید امر کړی دی.
راپور وايي، د برید په ترڅ کې د ایران د توغندیز سیسټم کمپیوټرونه خراب شوی.
دغه راز سایبري برید کې د عمان خلیج پر سطحه د بحري بیړیو د معلومولو سیسټم هم خراب کړای شوی دی.
خو فارس نیوز بیا ویلي، تهران به ددغو راپورونو په تړاو ډېر ژر خپل دریځ روښانه کړي.
فارس نیوز زیاته کړې، لا تر اوسه معلومه نه ده چې د امریکا د سایبري برید منفي تاثیرات شته که نه؟ خو داسې ښکاري چې امریکا د خپلې ډرون الوتکې د راغورځېدو غچ په دې بهانه اخلی او د امریکا د خلکو اذهان اړوي.
