تاند- د امریکا متحد ایالتونه وايي چې د پاکستان له لارې یې له افغانستان څخه د خپلو وسایلو د لېږدولو کار موقتاً درولی دی.

امریکا دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې څو پاکستاني ګوندونو پر قبایلي سیمو د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو په اعتراض کې لاریونونه وکړل او د خیبر لاره یې بنده کړه.

د پینتاګون ویندوی مارک رایټ وویل، د موټرچلوونکو ژوند ته د خطر له کبه د تورخم له لارې کراچۍ ته د وسایلو انتقال درول شوی دی.

د امریکا متحد ایالتونه مخکې تر دې چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه ټول پوځیان وباسي اکثره پوځي وسایل لېږدوي.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې شاوخوا ۳۵ زره امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي.

ځیني پاکستاني ګوندونه د امریکا د بې پېلوټه الوتکو له بریدونو سره مخالفت څرګندوي خو واشنګټن دا بریدونه د ترهګرۍ پرضد د جګړې لپاره مهم بولي.

د پاکستان حکومت هم تاییدوي چې د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې ډېر لږ ملکیان وژل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *