تاند: امریکا د لبنان حزب الله ډلې ۳ مشران د ترهګرو اړوند تور لېست کې شامل کړل.
له ترهګرۍ څخه د ملاتړ تور لېست ته اچول شوي دوه لبناني مشران امین شیري او محمد حسن راعد د پارلمان غړي هم دي.
د امریکا د مالیې وزارت وايي، پر دغو دواړو کسانو تور و چې د افراطیت او تاوتریخوالي د ملاتړ لپاره له خپل سیاسي زور څخه کار اخلي.
دا لومړی ځل دی چې امریکا د یو هیواد د پارلمان غړي له ترهګرۍ څخه د ملاتړ په جرم تور لېست ته اچوي.
له ترهګرۍ څخه د ملاتړ تور لېست د اچول شویو کسانو له ډلې څخه د لبان د حزب الله ډلې یو لوړ پوړی پوځي افسر دی.
