آغامحمد قریشي

که څه هم امریکا د افغانستان پر اوږو سړه جګړه وګټله، خو کریډيټ یې په ټوله کې د پاکستان څارګرو او پوځ ته ورکړل شو. د امریکا د بهرنیو اړیکو په تاریخ کې دا د شرم خبره ده چې هغوی د ۱۹۹۰لسیزې اړوند د افغانستان او سیمې لپاره ځانګړې طرحه نه لره او نه یې هم له دې سیمې ویره احساسوله. نن ورځ نړیوال سیاست پوهان او څېړونکې ورته د ملامتۍ ګوته نیسي، په ۲۰۰۱ز کال د امریکا پر پنټاګون او دنګ سوداګریز مرکز له بریدونو وروسته د امریکا څارګرو او د بوش ادارې درک کړه چې هغوی د افغانستان او سیمې په اړه لویه تېروتنه کړې وه. په ۲۰۰۱ز کال پر افغانستان د امریکا د یرغل وړاندي په ټوله کې د امریکا د ولس غوښتنه یواځې د غچ اخیستل نه بلکي په افغانستان او سیمه کې د هغوی ننګه، دوامداره سوله او په سیمه کې د ترهګرۍ له منځه وړل وو، خو نوو محافظه کارانو هر څه پر خپل مخ وګرځول. د افغانستان پر جګړه (چې یوه اړتیا وه) د عراق جګړه د خپلو ناوړه موخو لپاره پیل کړه. امریکایان هم په دې پوهېږي چې نوو محافظه کارانو د نړۍ د لاندي کولو طرحې مخ ته کړي او غواړي پر نړۍ خیټه واچوي – په دې اړه ډاکټر رحمت ربي زیرکیار په خپل اثر د نوي سیاست الجبر کې لیکي: (د امریکا پخوانی ولسمشر (۱۹۷۷-۱۹۸۱) په خپل اثر کې لیکي چې نوي محافظه کاران غواړي په ټوله نړۍ د امریکا تسلط پلی کړي.)

له ۲۰۰۱ز کاله تر اوسه امریکا په سیمه کې پر افغانستان سربیره د هند او پاکستان د اړیکو او په تېره بیا له پاکستاني پوځ او څارګرو سره په اړیکو کې دومره لویې تېروتنې کړې چې امریکایې لیکوالان یې په لیکلو شرمېږي، د بیلګي په توګه کله چې اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې ووژل شو، امریکا ته خپله هغه تېروتنه چې فکر یې کاوه اسامه بن لادن په پاکستان کې نه و، لویه ښکاره شوه او تر ننه یې جبران نه کړای شول. امریکا په افغانستان کې هم ورته تېروتنې کړي چې په ټوله کې خپله امریکایې لیکوالان، څېړونکي او ان خپله امریکایې چارواکې هم پرې اعتراف کوي، رابرټ ایم ګیټس په خپل اثر (مدیریت) کې په وضاحت سره د امریکا د تېروتنو په اړه بحث کړی.

په دې کې شک نشته چې له ملګرو ملتونو پرته به امریکا هیڅ کله نه وای توانېدلې چې د افغانستان په اړه د بُن کنفرانس په څېر اغیزمن ګام پورته کړي. امریکا، افغانستان ته له راتګ سره سم د نوو محافظه کارانو په ځانګړې توګه د دفاع وزیر رامزفلډ په غوښتنه د ټوپکوالو او جنګسالارانو لاس ونیوی، په لوی لاس یې افغان ملت له یوه ښکېلاکه خوشي او په بل نابود ښکېلاک کې ور ټيل واهه. جنسالارانو هم له یوې خوا د امریکا د ډالرو کڅوړې اخیستې، له بل لورې يې د ځمکو په غصب، رشوت، او نورو ناوړه کړنو لاس پورې کړ، چې ښې بیلګي یې په کابل کې د شیرپور ودانۍ او پر اتله کلنو نجونو جنسي تېرې یادولای شو. افغان ملت له تېرو څو لسیزو د جنګسالارانو له ظلمه سخت په تنګ دی او نن یو ځل بیا امریکا او متحدینو یې هماغه ټوپکوال او جنګسالارن پرې برلاسي کړي. په ۲۰۰۲ز کال د ملګرو ملتونو او د افغان ولسمشر کرزي په کابینه کې د اشرف غني په مشرۍ اصلاح غوښتونکو وزیرانو غوښتل جنګسالاران په څنګ کړي، خو نه امریکا او نه هم ورسره ولسمشر کرزي دا خبره ومنله. نن ورځ موږ وینو چې د افغان ملت په برخلیک باندي د همدې جنګسالارانو له لورې لوبې کېږي، د ټاکنو پروسه یې سبوتاژ کړه او تر ننه افغان ملت په یو او بل ډول اخطارونو ننګوي.

وینو چې، امریکا اوس د خپلو لاسپوڅو افغان جنګسالارانو پر حمایې پښېماني څرګندوي، ځکه نن یې په مهار کولو ټول نړیوال ستړي شوي، او ملګري ملتونه به هم په دې چاره کې له سختو ننګونو سره مخ وي. په تېره اونۍ کې د امریکا سفارت ځینو ټوپکوالو ته ګوتڅنډنه وکړه، خو بیا هم له مزارې عطامحمد نور افغان ملت ننګوي، اساسي قانون خو په لویه لاره پرېږده، نه د امریکا خبره مني، او نه هم د ملګرو ملتونو پرېکړې ته درناوی کوي. عطا محمد نور یو له هغو کسانو دی چې د همدې امریکا په ډالرو او حمایې تر همدې ځایه رسېدلی، د خپل ټول مدیریت ( د بلخ د والي په توګه) یې د ولسمشر کرزي نه وړوکی او نه هم لوی فرمان منلی، دا نو بیا هغه خبره ده چې تر کاسې لاندي نیم کاسه ده.

دا چې په ټولو مهمو سیاسي مسائلو کې افغانانو پر ملګرو ملتونو تکیه کړې، او امریکا هم اوس خپله ماته منلې چې ګڼي په افغانستان کې ددوی د لاس روزل شوي جنګسالاران نه پخلا کولای شي او نه یې هم محار کولای شي. اوس ملګرو ملتونو ته په کار ده چې د افغانستان د اساسي قانون په اساس پریکړه وکړي او د افغان ولس ارادو ته د ټوپکوالو او جنګسالارانو پر غوښتنو ترجیح ورکړي. ورته حالت او پيښې د راتلونکې لپاره و امریکا او نړیوالو ته یو سبق شو، باید د جنګسالارنو له تمویل او حمایې څخه لاس واخلي، ځکه دهغوی تر ګټی ورته زیانونه ډېر دي. د افغان ولس او نړیوالو په قربانۍ لاسته راوړل شوې دیارلس کلنه ولسواکي یې سخته زیانمه کړه او لاهم همدې اور ته لمن وهي. افغان ملت یواځې اوس د ملګرو ملتونو عادلانه پریکړې او د یو سالم نظام په پر پښو درولو ته سترګې په لار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *