ضمیر ساپی
تر سړې جګړې راوروسته په پوځي برخه کې د نړۍ ځینو هېوادونو لګښت اوج ته رسېدلی دی. سعودي عربستان تر امریکا او چین وروسته درېیم هېواد شو چې په تېر ۲۰۱۷ مېلادي کال کې یې پر پوځ تر ټولو ډېره بودیجه لګولې ده.
د یو سویډني څېړنیز انسټېټیوټ سېپري د تازه خپور شوي راپور له مخې له سړې جګړې راپدېخوا په پوځي برخه کې تېر ۲۰۱۷ مېلادي کال کې ۱۷۳۰ مېلیارد ډالر مصرف شوي چې د وړم کال په پرتله په کې ۱٫۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دا اداره همداراز په خپور شوي راپور کې کاږي، امریکا په دې کال کې ۶۱۰ مېلیارد ډالر لګولي چې د نړۍ د پوځي لګښت ۳۵ فیصده جوړوي. تر امریکا وروسته چین او سعودي عربستان په خپل وار سره دویم او درېیم ځای خپل کړی چې چین په همدې کال پر پر پوځ ۲۲۸ میلیارد ډالر لګولي دي.
تر دې وړاندې په دې نوملړ کې روسیې درېیم ځای لاره، خو وروسته تر هغې چې ریاض په یمن کې د حوثي وسلهوالو پر وړاندې په ۲۰۱۵ کال کې نړیوال ائتلاف رامنځته کړ، پوځي لګښت ته يې اړتیا لا ډېره شوه چې له همدې سره سعودي عربستان په اسیا کې د وسلو پېرلو تر ټولو ستر هېواد ونومول شو. روسیې تېر کال ۶۶٫۳ مېلیارد ډالر پوځي لګښت درلود، خو سعودي عربستان بیا پر پوځ د ۶۹٫۴ میلیارد ډالرو په لګولو سره د روسیې درېیم مقام خپل.
د واشنګټن او ریاض تازه ژورې اړیکې
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېر ۲۰۱۷ مېلادي کال په مې میاشت کې سعودي عربستان ته په خپل لومړني بهرني سفر کې له دې هېواد سره د ۳۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې چې په دې کې د ۱۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلور یوه هوکړه هم شامله وه چې د سپینې ماڼۍ په وینا د امریکا په تاریخ کې دا تر ټولو لویه دغه ډول هوکړه ده.
ډونلډ ټرمپ ریاض ته په سفر کې له تود هر کلي سره مخ شو، د سعودي پاچا سلمان نوموړي ته د “وسام الملك عبدالعزيز ” په نوم مډال هم وکړ چې تر دې وړاندې دا نښان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ورکړل شوی و. ډونلډ ټرمپ ریاض ته د بېساري سفر په لړ کې له سعودي سره د سخت دریځو اسلامپالو پر وړاندې په ګډې مبارزې د هڅو ژمنه هم تازه کړه.
همداراز، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ترڅنګ د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم واشنګټن ته سفر وکړ چې له هغې ځایه يې د ایران په اړه توندې څرګندونې وکړې او ایرن يې په سیمه په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې په ښکاره لاسوهنې تورن کړ.
ترهګرۍ ضد جګړه کې د سعودي د ورګډېدو لېوالتیا
ډونلډ ټرمپ تېره مېلادي میاشت وویل، له سوریې د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه غواړي ژر پرېکړه وکړي، خو که سعودي عربستان په سوریه کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل غواړي؛ نو لګښت دې يې پر غاړه واخلي.
د ډونلډ ټرمپ تر دې خبرداري وروسته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر په ریاض کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش سره د یو ګډ خبري کنفرانس پرمهال غوښتنه وکړه، که په سوریه کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د پراخېدو په اړه پرېکړه کېږي؛ نو ریاض چمتو دی چې د سوريې جګړې ته خپل سرتېري واستوي او دا یې هم ومنله، له کله نه چې په ۲۰۱۱ مېلادي کې کال په سوریه کې د داعش او نورو وسلهوالو ډلو پر وړاندې جګړه پیل شوې، سعودي عربستان د امریکا ملاتړ کړی دی.
همداراز تېره اوونۍ د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري هم وویل، د دې امکان شته چې سوریې ته د بېلابېلو عربي هیوادونو ځواکونه واستول شي. ځینو مصري رسنیو د ښاغلي شکري له قوله لیکلي، سوریې ته د عربي ځواکونو د استولو بحث نه یواځې په رسنیو کې مطرح شوی؛ بلکه یو شمیر لوړ پوړیو چارواکو هم په دې هکله خبرې کړې دي.
د عربستان په مشرۍ نوی عربي ائتلاف
د امریکايي او عربي چارواکو وروستیو څرګندونو او د پوځ په برخه کې د امریکا او سعودي ترمنځ دا ډول مېلیون ډالري تړونونو لاسلیکول په دې مانا چې امریکا اوس د ترهګرۍ پر وړاندې خپل جګړهییز ماموریت بل چاته سپاري، ځکه ټرمپ تېره میاشت وویل، د سوريې جګړې ورته له وینې او قربانې پرته هېڅ نه دي ورکړي.
دا ټولې ګونګوسې په دې مانا چې د ډونلد ټرمپ اداره د عربي ځواکونو د راټولولو په لټه کې ده چې په سوریه کې د امریکایي ځواکونو ځای ونیسي او مشري يې سعودي عربستان ته ور په غاړه کړي. امریکا د هندوستان او پاکستان پر ځای ځکه سعودي عربستان د سیمهییزو سیالانو پر ضد پیاوړی کوي چې ریاض وار لهمخه د تهران تر ټولو ستر سیمهییز سیال دی.
پورته عیني واقعیتونو ته په کتو، د څو لسیزو په تېرېدو سره به د امریکا په پوځې او مالي مرسته د سیمې په کچه د سعودي پوځ دومره ځواکمن شي چې په اسیایي هېوادونو کې به د امریکا په استازیتوب په اسیا کې د واشنګټن سیمهییزو سیالانو لکه، ایران، سوریې، روسیې، ان شمالي کوریا او چین پر وړاندې عملاً جګړه کوي. په دې صورت کې به واشنګټن ته اړتیا نه پېښېږي چې له بلې لویې وچې د خپلو اسیایي سیالانو پر وړاندې سیالي وکړي.
که څه هم امریکا د نړۍ په ۱۷۷ هېوادونو کې سلګونه زره پوځیان پوځ لري، خو د واشنګټن راتلونکې اوږدمهاله تګلاره به همدا وي چې په سیمه کې د خپلو اسیایي سیالانو لاسونه په ګرده اسیا کې د خپلو متحدینو په وسیله لنډ کړي، ځکه له یوې خوا سعودي عربستان د ایران ستر سیمهییز دښمن دی او واشنګټن هم ظاهراً اوسمهال له تهرانه وېره لري.
خو د دې قدرتونو نیابتي جګړې به لکه د سړۍ جګړې په څېر په درېیم هېواد کې وي. افغانستان هم ښایي د دې سترې اوږمهالې وزلوبې په ستر ډګر بدل شي، خو که افغان پالیسي جوړونکي او تېنک ټېنکس خپله بهرنۍ تګلاره پیاوړې کړي، له دې سترې لوبې د ځان ژغورلو سربېره به لکه د اسرائیلو پوځ په څېر له دې فرصت څخه بشپړه ګټه واخلي او په سیمه کې به لږ تر لږه په پیاوړي پوځ تبدیل شي چې په مرسته به يې حد اقل په خپله خاوره کې د نورو هېوادونو استخباراتي جګړه مهار کړي.