تاند- واشنګټن ټایمز ورځپاڼه د امریکايي چارواکو په قول وايي، امریکا د سږ کال په مې میاشت کې د خپل یوه عسکر د خلاصون لپاره پیسې ورکړې وې.

امریکايي عسکر وروسته له ګوانتنامو څخه د ۵ طالب بندیانو د خلاصون او قطر ته د هغو د لېږلو په وړاندې خوشي شو.

د واشنګټن ټایمز د راپور له مخې، پیسې د امریکا د خاصې عملیاتي قومندانۍ له لوري یوه افغان ته په پټه ورکړل شوې وې چې ویل یې د حقاني شبکې غړی دی او د امریکايي عسکر (بو بریګدال) په قضیه کې منځګړتوب کوي، خو دغه افغان پیسې وتښتولې.

ورځپاڼه وايي چې د امریکايي پوځي د خلاصون په بدل کې د پیسو د ورکړې مسله لومړی پلا د نوومبر په پنځمه د متحدو ایالتونو دفاع وزیر چک هېګل ته په یوه لېږل شوي لیک کې افشا شوه.

د امریکا د کانګریس د وسله والو خدماتو د کمېټې جمهوریتپال غړي ډنکن هنټر دفاع وزیر ته په لیک کې ویلي:«د دې موضوع اهمیت ته په پام، همداراز دې حقیقت ته په کتو چې د پینتاګون چارواکو رد کړې چې د پیسو په ورکولو حتي غور نه دی شوی، او تاسو هم وویل چې له داسي کوم کاره خبر نه یاست، زه له تاسو غواړم چې فوراُ له خاصې عملیاتي قومندانۍ د موضوع دقیق جریان وپوښتئ.»

هنټر دغه راز پوښتنه کړې چې د امریکايي عسکر د خلاصون په وړاندې د پیسو وړاندیز شوی او که نه دی.

پینتاګون ویلي چې پیسې یې د دې لپاره نه دي ورکړي چې بریګدال یې په بدل کې خوشي شي بلکې د استخباراتي معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره یې ځینو کسانو ته پیسې ورکړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *