تاند- د امریکا حکومت غواړي چې له طالبانو سره د خپل یوه اسیر په بدل کې د دې ډلې پنځه بندیان، چې په ګوانتنامو کې ساتل کېږي، خوشي کړي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د اوباما حکومت لېواله دی چې د طالبانو ۵ بندیان له امریکايي اسیر بو بیرګدال (Bowe Bergdahl) سره تبادله کړي.
بیرګدال د افغانستان په ۱۳ کلنه جګړه کې یوازینی امریکايي پوځي دی چې افغان طالبانو ته ژوندی په لاس ورغلی دی.
نوموړی په ۲۰۰۹ میلادي کال د طالبانو له لوري ونیول شو. طالبانو د هغه د خوشي کولو په بدل کې یو ملیون امریکايي ډالر غوښتي دي. نوموړی وروسته له دې د طالبانو لاس ته ورغی چې د نشې په حال کې له خپلې اډې یوازې ووت.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د حکومت د چارواکو په قول ویلي، د امریکا حکومت غواړي چې د روان میلادي کال تر پایه له افغانستانه د خپلو پوځیانو ترایستلو مخکې بیرګدال خوشي شي.
ورځپاڼه وايي چې د دواړو خواوو د جوړجاړي په صورت کې به د طالبانو پنځه بندیان په خوندي ډول قطر ته ولېږل شي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندویې جین ساکي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې په دې برخه کې د امریکا د حکومت د هڅو د جزییاتو په اړه خبرې نه شي کولی. دې په عین حال کې وویل:« باید په دې کې شک نه وي چې موږ هره ورځ هلې ځلې کوو، له خپلو پوځي، استخباراتي او دیپلوماتیکو امکاناتو کار اخلو څو بیرګدال خپل هیواد ته راولو.»
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې امریکا تراوسه پوري د بیرګدال د خوشي کېدا په بدل کې طالبانو ته د هغوی د پنځو بندیانو د خلاصون وړاندیز نه دی کړی.
ورځپاڼه همداراز وايي، باور دی چې بیرګدال په پاکستان کې ساتل کېږي.
د امریکا د دفاع وزارت ویندوی جان کیربي د جمعې په ورځ ویلي و، واشنګټن لېواله دی چې بیرګدال ژر تر ژره خپل هیواد ته راستون شي.
امریکا د جنورۍ په میاشت کې د بیرګدال د ژوندي پاتې توب په اړه د ثبوت په توګه یوه ویدیو ترلاسه کړه.