تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت نن /پنجشنبه/ رسماً په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) پلویان تروریستان وبلل.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په وینا د اسلامي دولت هغه ډله چې ځان د دې ډلې د خراسان استازي ګڼي او د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې یې فعالیت پیل کړی او د ابوبکر بغدادي بیعت یې کړی او اکثره غړي یې د افغانستان او پاکستان پخواني طالبان دي، د امریکا له لوري د تروریستانو په لیست کې شامل شوي دي.

امریکا دا اعلان وروسته له دې وکړ چې داعش یا د اسلامي دولت وسله والې سرزورې ډلې روانه اوونۍ په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ ترڅنګ د ډله ییز تروریستي برید مسوولیت په غاړه واخیست.

تر دې مخکې د امریکا پوځي چارواکو په افغانستان او پاکستان کې د داعش فعالیت محدود بللی و.

دا ډله د افغانستان په ننګرهار کې زیاته فعاله ده او د ننګرهار امنیه قوماندان وايي چې داعشیان د پاکستان او د سیمې د استخباراتي ادارو له لوري حمایه کېږي.

په همدې حال کې په وروستیو کې یو شمېر پنجابیان عراق او سوریې ته د داعش د ملاتړ لپاره تللي او په لسګونو نور په پنجاب ایالت کې نیول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *