تاند- امریکا په اروپا کې د رادیواکتیف د اندازې د معلومولو لپاره دې لویې وچې ته یوه بویوونکې (sniffer) الوتکه ولېږله چې په ټوله اروپا کې د مرموزو رادیو اکتیف وړانګو څرک ولګوي.
د انډیپندنټ ورځپاڼې د راپور له مخې امریکايي الوتکه، چې (WC-135 Constant Phoenix) نومېږي، د انګلیستان د شمال په سري (Surrey) کې کښېنسته.
اوس دا الوتکه د ناروې او د روسیې د شمال د بارینټ سمندرګي لور ته روانه ده.
دا (WC-135) الوتکه له هوا څخه اتومي چاودنې تشخصیولی شي او همداراز د اتومي یا رادیو اکتیف وړانګو څرک لګولی شي.
له دې الوتکې څخه په ۱۹۸۶ م کال د پخواني شوروي اتحاد د چرنوبیل د اتومي بټۍ د لیک کېدو د څرک په لګولو کې کار اخیستل شوی و.
د امریکا د هوايي ځواک یوه ویندوی وویل چې الوتکه اوس په اروپا کې ده چې له ورکړای شوي پلان سره سم څېړنه وکړي.
ده همداراز وویل چې (WC-135) الوتکه له معمول سره سم په درسته نړۍ کې په رادیو اکتیف وړانګو پسې ګرځي.