تاند- د امریکايي پوځیانو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف واټیل د پنجشنبې په ورځ /مارچ ۹/ کانګریس ته وویل چې د امریکا حکومت په دې هڅه کې دی چې په افغانستان کې د افغان هوايي ځواک د ایم آی ۱۷ روسي ترانسپورتي هیلي کوپترو ځای په نورو هیلي کوپترو ډک کړي.
واټیل کانګریس ته وویل«د روسي څرخکو پر ځای افغان ځواکونو ته د لا مطمینو امریکايي هیلي کوپترو ورکړه به د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا لا زیاته کړي او دا امکان به ورکړي چې د ايتلافي ځواکونو له ملاتړه پرته په مستقل ډول عملیات وکړي.»
ده وویل چې اوسنۍ الوتکې تر هغه شمېر لږې او ګرانې دي چې افغان ځواکونو په پیل کې اټکل کاوه.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان له لوري د وړاندې شوي پلان له مخې افغان هوايي ځواک ته به ۵۳ (UH-60) څرخکې، ۳۰ په وسلو سمبال (MD-530F) هیلي کوپترونه، ۶ (six A) تهاجمې الوتکې او ۵ (AC-208s) الوتکې ورکړای شي.
اوس به بابا غوښې ډوډۍ راوړي!