خبریال: میرویس جلالزی- اسراییل وايي اروپايي هیوادونو ورته ویلي چې د امریکا متحد ایالتونه په عراق، افغانستان او سوریه کې د ثبات د ټینګولو لپاره له ایران سره یوه احتمالي جوجاړي ته نږدې کیږي.
د اسراییلو د رادیو د راپور له مخې اروپايي مقاماتو په تیرو څو میاشتو کې په مکرر ډول تل ابیب ته دا راپور مخابره کړی چې امریکا له ایران سره د هغه هیواد د اتومي لانجې پر سر یوه جوجاړي ته لار لنډوي او دا کار به د اسراییلو امنیت ته ستر ګواښ پېښ کړي.
واشنګټن او تهران د ایران د اتومي پروګرام پر سر تر بل هر وخت ډیر جوجاړي ته نږدې شوي او د دې توافق رامنځ ته کیدل به د ایت الله رژيم ته دا اجازه ورکړي څو د خپلو اتومي سنتریفیوژنونو ډیره برخه همداسي فعاله وساتي.
د اروپايي استخباراتو په راپورونو کې راغلي چې دا جوجاړی به ایران ته دا اجازه هم ورکړي چې د خپلو ګردچاپیر ملکونو په ثبات کې هم مهم رول ولوبوي.
د اسراییلو راډیو وايي چې دا توافق به د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د امریکا د خارجه چارو د وزیر جان کیري ترمنځ لاسلیک شي.
رپوتونه وايي چې ایران دغې معاملي ته په بې صبرۍ شیبي شمیري او که دا کار وشي د اسراییلو په ګډون به د امریکا یو شمیر نور متحدان څه نا څه له خطر سره مخامخ شي لیکن دا خطر به د افغانستان، عراق او سوريې په څیر ملکونو لپاره چې امریکا پکې اوس ډیره ښکیله ده ډیر لوی نه وي.
د ایران پر حکومت تور دی چې په عراق، سوریه، افغانستان او لبنان کې د شعیه تندلارو ډلو ملاتړ کوي او اسراییل يي د ځان لپاره په سیمه کې لوی ګواښ بولي.
د اسوشیتتد پرس خبري اژانس یو راپور هم ښيي چې د ایران او امریکا ترمنځ احتمالي توافق به د ایران ۱۰۰۰۰ سانتریفیوژونه همداسي فعال وساتي لیکن اتومي وسلې ته به د دغه هیواد د لاس رسي امکان نور هم کم کړي.
د ایران او امریکا ترمنځ د دغه هیواد د اتومي مسلې پر سر په خبرو کې ښکیل دیپلوماتان هم دا راپور مني او وایي چې امریکا غواړي له ایران سره یوه توافق ته ورسیږي.
امریکا ویلي چې دا له ایران سره د یوه جوړجاړي لپاره مناسب وخت دی ځکه له یوه لوري ایران له سختو نړیوالو فشارونوڅخه د ځان ایستلو په لټه کې دی او له بل لوري د اوباما اداره غواړي د امریکا تر اتلونکو ولسمشریزو ټاکنو څو میاشتې دمخه د ځان لپاره د بهرنۍ پالیسی په برخه کې یوه لویه لاس ته راوړنه ولري.
د ایران د اتومي لانجې په باب په عین حال کې د پینځه جمع یو هیوادونو له لوري په مکرره توګه مذاکرات روان دي.
خو تر اوسه پوري د ملګرو متلونو، اروپايي ټولنې او د امنیت شورا د غړو هیوادونو سربیره هیڅ یو لوری نه دی توانیدلی چې تهران دې ته قانع کړي چې اتومي انرژ ۍ ته له لاس رسي یې راوګرځوي.