تاند- امریکا او عربي متحدانو یې د ایران د سپاه پاسدران د دوو غړیو په ګډون پر ۹ تنو د طالبانو د ملاتړ په خاطر بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې یا مالیې وزارت پرون /سې شنبه/ وویل چې د ایران د سپاه پاسداران پر دوو غړیو محمد ابراهیم اوحدي، چې اصلي نوم یې جلال واحدي دی، او اسماعیل رضوي یې بندیز لګولی دی.

د امریکا په وینا دا دوه تنه د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک پوځي افسران دي چې د افغانستان پولې ته څېرمه په بیرجند کې مېشت دي او افغان طالبانو ته د وسلو، پیسو، لوژیستیکي او استخباراتي مرستو په برابرولو کې رول لري.

قدس د ایران د سپاه پاسداران بهرنۍ څانګه ده.

د امریکا د خزانې وزارت وايي چې جلال واحدي سږ کال په هرات کې د طالبانو له قوماندان عبدالله صمد فاروقي سره وکتل او د پوځي او مالي مرستو ژمنه یې ورکړه.

د امریکا د خزانې وزارت وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ موافقه په بیرجند کې وشوه چې د هغې پر اساس به د ایران د سپاه پاسداران قدس ځواک د صمد تر قوماندې لاندې کسانو ته مالي او پوځي مرستې ورکوي او په مقابل کې به یې طالبان په هرات کې د افغانستان د دولت پر هغو هدفونو بریدونه کوي چې ایران یې غوښتنه لري.

د امریکا د خزانې وزارت وايي چې اسماعیل رضوي د فراه په شمول د افغانستان په څو نورو ولایتونو کې له طالبانو سره په تماس کې دی.

د دې وزارت په وینا رضوي په ۲۰۱۷ م کال فراه ولایت ته لاړ او طالبان یې وهڅول چې د ایران پولې ته نژدې د افغانستان پر سرحدي سیمو حملې وکړي.

د امریکا حکومت همداراز ویلي چې د ایران له لوري د طالبانو پوځي او مالي ملاتړ د تروریزم د ملاتړ په برخه کې د ایران د حکومت د ښکاره لاس لرلو یوه بله بېګه ده.

د امریکا د خزانې وزارت په بندیزونو کې ۷ تنه نور هم شامل دي چې افغانان او پاکستانیان دي.

د هغوی په ډله کې عبدالله صمد فاروقي او ابراهیم صدر شامل دي. دوی دواړه طالبان دي او د دې ډلې پر انتحاري حملو څارنه کوي.

د امریکا ترڅنګ سعودي عربستان او بحرین هم ویلي چې د ایران پر سپاه پاسداران او د هغه د قدس پر قوماندان قاسم سلیماني یې بندیز لګولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *