بختیال

(حبیب الله بختیال)

دا مهال امریکايي مشران په دې سره جرګه دي، چې آیا په عراق کې د اوسني رامنځته شوي کړکیچ او شخړو د له منځه وړلو او درولو په خاطر دې هیواد ته پوځیان ولیږي او که نه؟. بله خوا کله، چې د عراق سني اقلیت د عراق او شام په نامه د نوي دولت د رامنځته کولو ادعا وکړه او په لنډو تیرو ورځو کې یې ددې هیواد ګڼ شمیر ستراتیژیک مهم ښارونه ونیول، نو دې پیښې نه یوازې دا چې د عراق اوسنی حکومت او پوځ په خطر او ګواښ کې واچاوه؛ بلکې ایران او سوریې ته یې هم د زنګ دا خطر په غوږونو کې ور وکړنګاوه، چې که چیرې په جګړه بوخت سنیان د عراق دولت واګې تر لاسه کړي، نو په سوریې کی واک ته رسیدلي شعیه مذهبي بشارالاسد حکومت او د ایران اوسني شعیه مذهبي حکومت ته سر خوږی جوړولای شي.

دا چې نړیوال په عراق کې د جنګیدوونکو اقلیت سني ډلې کسان او د هغوي ملاتړ او اکمالوونکي القاعده بولي او ایران هم په وروستیو کې په سعودي عربستان دا تور پورې کړ، چې ګویا ددې سني جنګیالیو ډلو سره مالي او نظامي مرستې کوي، نو دې موضوع په عراق کې د شعیه او سني فرقه یي مذهبي جګړه لا پیچلې کړې او دا سل په سلو کې څرګنده نه ده، چې د عراق سنیانو سره افراطي تروریستي ډلې په پراخه کچه ملګرې دي او که د ګوتو په شمیر کسان په کې جنګیږي.

خو که د عراق وضعې ته وکتل شي، نو له لویه سره د صدام لخوا پر کویټ له برید وروسته په کویټ کې د میشتو بهرنیانو چې پوځي هډې په کې لري کینه یې له سني مذهبو سره څو برابره زیاته شوې؛ تر دې، چې د صدام په پرځولو او د کویټ په نیولو بریالي شول او په عراق کې یې د شعیه مذهبو د اکثریت یو حکومت جوړ کړو، چې تر اوسه پورې د امریکا او نړیوالې ټولنې دا تیروتنه په خپله دوي هم ځوروي او جمهوریت غوښتوونکي پر ډیموکراټ اوباما دا نیوکه کوي،چې ولې یې له عراق څخه ټول امریکايي پوځیان په یوه وخت راویستل، چې اوس داسې اندیښنې د لویدیځو سیاستوالو لخوا هم شته، چې امریکا به له افغانستان څخه د پوځیانو د ایستلو د جوړ شوي پلان پر عملي کولو سره یو ځل بیا د عراق په څیر تیروتنه تکرار کړي.

بله خوا که د سوریې روانې جګړې ته وکتل شي، نو هلته بیا برعکس امریکا له سنیانو سره د بشارالاسد د ریژیم د رانسکورولو په برخه کې مرسته وکړه او پر هغه نیوکه کوي، چې له سنیانو سره له جګړې دې لاس واخلي، چې دا ټول هماغه د لویدیځ د شر او تفرقې اچونې سیاستونه دي، چې په آسیا او افریقا کې یې د ګڼ شمیر هیوادونو د تجزیې او د سلګونو زره بې ګناه مسلمانانو د وژل کیدو سبب شول، چې دا لړۍ لا هم روانه ده او دوي غواړي بې له دې،چې د عراق او افغانستان د جګړو په څير خپل پوځیان په هغو جګړو کې له لاسه ورکړي، چې ددوي ګټې په کې خوندي دي مذهبي ډلې په خپلو مینځو کې سره په جنګ سره اچوي او د یو بل پر وړاندې یې په وسلو سمبالوي؛ جګړې ګرمې ساتي او خپلې ګټورې موخې په ډیره آرزانه بیه تر لاسه کوي.

خو اوس دې ته راځو چې د ایران د اټومي موادو پر لانجمنه موضوع نړیوالې ټولنې په تیره امریکا او اروپا ګڼ شمیر بندیزونه ولګول او ایران دا مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی. ایران که څه هم وايي، چې د یورانیمو له غني کولو یې موخه یوازې د خپل سونګ توکو د برابرولو لپاره کار اخلي او مقصد یې سولییز دی، خو بیا هم د لویدیځ له شک سره مخ دی او په دې اړه د دواړو خواوو تر منځ خبرې له اوږدې مودې په وړاندې او وروسته کیدو سره ځنډوي تر څو ایران خپلې موخې ته و نه رسیږي او هغه کچه یورانیم، چې د خپلې اړتیا وړ انرژۍ د کارولو لپاره یې نیت لري غني کړي د نړیوالو فشارونو له امله کار په سم ډول نه شي پر مخ بیولای.

د لویدځ په سیاستونو کې که تیر تاریخ ته لږ ځیر شو نو له کوم هیواد سره، چې یې په عادي موضوع هم ستونزه راغلې د حل او له منځه وړلو لپاره یې د ځان د انرژۍ د مصرفولو پر ځای له نورو آرزانه لارو چارو کار اخیستی، نو ځکه خو اوس په داسې حساس وخت کې، چې پر ایران باندې له یوې خوا نړیوال بندیزونه په بشپړ ډول نه دي خلاص شوي او اقتصادي وده یې هم چندانې د ډاډ وړ نه ده، نو څنګه کولای شي، چې امریکا ته د شنه څراغ په روښانه کولو سره د عراق سنيانو د ځپلو لپاره د مرستې ټټر وډبوي او په دې سره له لویدیځه هم امتیازونه تر لاسه کړي او عراق سره د یو ښه ګاونډي د پاتې کیدو او د خپلو عراقي شعیه ګانو د زړونو د لاسته راوړلو په خاطر د عراق او شام دولت ډلې په ځپلو سره ورسره مرسته وکړي.

خو نه ! ایران که څه هم د مرستو دا ډول څرګندونې له لویدیځ او ګاونډي عراق څخه د مرستو د لاست راوړلو ، په عراق او سوریې کې د سنيانو د واک مخنیوي او پر ایران باندې په بشپړ ډول د نړیوالو بندیزونو څخه د را خلاصون په خاطر دا خبرې او غورې کوي، خو دا ټولو ته څرګنده ده، چې ایران په اوسني اقتصادي کړکیچن حالت کې داسې نه شي کولای او نه هم د مرستندویه جګړې وس او توان لري.

او په پای کې به تر ټولو مهمه موضوع دا یاده کړم، چې د ایران له خوا امریکا ته د عراق د جګړې په تړاو ددې شنه څراغ د روښانه کولو او د مرستې د ټټر د غربولو په اړه لویدیځ ځکه د هو یا نه ځواب په حاضر وخت کې نه شي ورکولای؛ چې :

۱ : – اوس مهال امریکا په دې باندې په فیصله کولو او مشورو لګیا ده، چې که چیرې سلګونه عسکر د عراق جګړې ته یو ځل بیا ولیږي، نو ډیر لګښت پرې راځي ، دغه راز د جنګ پر مهال د مرګ ژوبلې ستونزې هم لیرې نه دي.

۲ : ـ که له ایران څخه مرسته وغواړي، نو په دې کې که له یوې خوا خپله دا ګټه ویني، چې د ایران په مداخلې سره به په عراق کې د شعیه او سني جګړه توده شي او د ایران اقتصادي حالت پر خرابیدو به په دې جګړې سره ایران ددې توان هم له لاسه ورکړي، چې د یورانیمو د غني کولو اوسنی توان له لاسه ورکړي او له نړیوالو فشارونو پرته به د ایران دغه مداخله د نورو سني اکثریتو هیوادونو د نیوکې سبب شي او پر ایران به نه یوازې دا چې د نړیوالو پخواني بندیزونه او فشارونه روان وي، بلکې د سیمې او خپلو ګاونډیو هیوادونو سره به یې هم اړیکې ترینګلې شي، ځکه اوس د عراق جګړه تر ډیره بریده مذهبي رنګ لري.

۳: ـ امریکا په دې خاطر د ایران مرستې ته د هو یا نه ځواب نه شي ویلی، چې کیدای شي په دې جګړې کې د کومې مرستې، چې پورته یې یادونه وشوه غوښتنه وکړي، چې امریکا به بیا هم په عامه اصطلاح له خپلو سناتورانو او لوړ پوړو چارواکو سره د مشورې غوښتلو وخت وغواړي، ځکه که چیرې د عراق په روانه جګړه کې د ایران مرسته د امریکا تر هغې هم اغیزناکه تمامه شي، نو امریکا به د عراق او افغانستان په دواړو جګړو او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې برخه کې ناکامه او نړیوالو ته پړه راشي او ایران به په دې توګه خپل ځان غښتلی وبولي او د سیمې نورو هیوادونو او په تیره بیا عربي متحده اماراتو کې به هم لاسوهنې پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *