تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۸مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغان حکومت کې د فساد او مالي ناکام مدیریت له کبله له دغه هېواد سره کړې ۱۰۰ میلیونه ډالر مرسته بېرته ستنوي.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په خپل تازه بیان کې ویلي، دا پیسې افغانستان ته د څو سترو بریښنايي پروژو لپاره ورکول کېدې، خو ولیدل شول چې په افغان حکومت کې فساد زیات او مالي مدیریت یې کمزوری دی نو ځکه دوی دا پيسې بیرته د امریکا خزانې ته راستنوي او کابل ته یې نه ورکوي: (( ټآکل شوې وه چې په دې پيسو د پنځو سبسټېشنونو جوړولو او د غزني – کندهار او کجکي – کندهار د انرژۍ بندونه او لویې پروژې ورغول شي.))

ښاغلي پومپيو زیاته کړې چې دا کار د تدارکاتو په ملي اداره کې د شفافیت نشتون له کبله کوي: (( موږ په تمه یوو چې افغان حکومت د فساد پر ضد مبارزه کې ځان ثابت کړي که افغان مشران دا کار نشي کولی نو باید چې حساب ورکړي.))

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي ، سږ کال به دوی د افغانستان د فساد پر ضد د مبارزې له څارونکې ادارې یا میک سره هم خپلې مالي مرستې ودروي.

افغان حکومت لا په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو شنونکي وايي، دا کار امریکا پر افغان حکومت د فشار له کبله کړی دی تر څو د غني حکومت لا ضعیفه ښکاره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *