تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لشکر طیبه دوه نور مشران او د محصلانو تنظیم د نړیوالو تروریستانو په تور لېست کې شامل کړل.
په خپله لشکر طیبه په ۲۰۰۱ م کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د تروریستي ډلو په لېست کې شامله شوې وه.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت په وینا په تور لیست کې د لشکر طیبه د نوم له شاملولو وروسته دې تروریستي ډلې له بندیزونو څخه د ځان خلاصولو لپاره څو ځلې خپل نوم بدل کړی او نوي تنظیمونه یې جوړ کړي دي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه وویل، المحمدیه سټودنټس د لشکر طیبه د محصلانو څانګه یا ټولنه ده. دا ټولنه په ۲۰۰۹ م کال جوړه شوه او د لشکر طیبه له مشرانو سره په ګډه کار کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د نویو کسانو جلب و جذب، هغوی ته د کورسونو دایرول او د سختدریځو افکارو ترویج د المحمدیه سټوډینټس ټولنې دندې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلان پر اساس په متحدو ایالتونو کې د المحمدیه تنظیم ټولې شتمنۍ ضبط کېږي او د لشکر طیبه دوه مشران محمد سرور او شاهد محمود د دغه تروریستي تنظیم د نورو مشرانو په شان په تور لېست کې شامل شوي دي.
ویل کېږي چې لشکر طیبه د پاکستان د استخباراتي ادارې او پوځ غیررسمي څانګه ده چې د افغانستان او هند پر ضد په نیابتی جګړه کې ورڅخه کار اخلي.