تاند- په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان د مشرانو جرګې له لوري له امریکا او ناټو سره د افغانستان د امنیتي موافقو د تایید هرکلی وکړ.
د افغانستان مشرانو جرګې نن په غوڅ اکثریت دواړه موافقې تایید کړې. تر دې مخکې ولسي جرګې هم په لوی اکثریت دواړه موافقې تایید کړې وې.
د امریکا سفیر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو له لوري د دې موافقو د تاییدېدو په خاطر د افغانستان حکومت ته مبارکي وايي.
د امریکا سفیر همداراز ویلي:«د مشرانو جرګې د غړیو له لوري پراخ ملاتړ د افغانستان، د امریکا د متحدو ایالتونو او ناټو ترمنځ د سږ کال له پای ته رسېدو وروسته د غښتلیو دوه اړخیزو اړیکو او پر له پسې امنیتي همکاریو تاییدوونکی دی.»
د امریکا د سفارت په خبرپاڼه کې د سفیر له قوله ویل شوي:«د موافقو تصویب د امریکا متحدو ایالتونو او افغانستان ته امکان ورکوي چې د افغانستان د ثبات او امنیت په برخه کې زموږ همکاري نوره هم نژدې شي. همداراز د امریکا او زموږ د ايتلافي شریکانو له امنیت او د سیمې له ثبات سره مرسته کوي.»
د امریکا سفیر دا هم ویلي چې د افغانستان د ملي شورا له لوري د امنیتي موافقو تصویب د تلپاتې امنیت شراکت او د افغانستان د اوږدمهال ملاتړ لپاره د نړیوالې ژمنې د دوام په اړه وضاحت رامنځته کوي.