الیس ویلز

تاند، جمعه، د دلوې ۱۸مه: امریکا وايي، هڅه کوي افغانستان د پنځه جمع یو هیوادونو په ډله کې شامل کړي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز وايي، افغانستان به په دغه ډله کې لومړی د څارونکي او بیا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي.

د منځنۍ اسیا د ۵ جمع ۱ هیوادونو ډله چې په ۲۰۱۵ کال راجوړه شوه اوس په کې تاجکستان، ازبکستان، قرغیزستان، قزاقستان او امریکا شامل دي.

اوس د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیاله وايي، هیواد یې هڅه کوي افغانستان هم د دغې ډلې دایمي غړی شي.

په همدې حال کې د امریکا د ولسمشر د دفتر د ریاست مرستیاله لیزا کورتس وايي، منځنۍ اسیا یوه جیو ستراتیژیکه سیمه ده او ټینګار یې کړی چې د منځنۍ اسیا هیوادونه به د افغانستان په باثباته کولو کې ډېره مرسته وکړي.

دغه امریکايي چارواکې وايي، واشنګټن غواړي چې د منځنۍ اسیا سرحدونه د ترهګرۍ په مقابل کې پیاوړي کړي او له افغانستان سره یې سوداګریزه راکړه ورکړه هم پراخه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *