تاند، شنبه، د میزان ۶مه: په کابل کې د امریکا سفارت له افغانانو څخه د ګواښونو او ستونزو باوجود په ټاکنو کې د پراخ ګډون له کبله ملاتړ څرګند کړی دی.
د امریکا سفارت په یو ټویټ کې ویلي، د افغان رایه ورکوونکو ملاتړ کوي ځکه رایه د دوی د پیاوړتیا نښه ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ټاکنیزې پروسې ته هدف ګرځولو ګواښ کړی خو امنیتي ځواکونه وايي، یوازې کندهار کې یوې چاودنې تر دې دمه ۱۵ کسان ټپیان کړي او په کابل کې بیا دوه مقناطیسي بمونو چاته مرګ ژوبله نه ده اړولې.